الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي په سیمه کې د جلغوزیو سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

26 عقرب 1404

 17113.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته، د باغ قاضي په سیمه کې د جلغوزیو د یوه ځانګړي سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې په چټکۍ او غوره کیفیت سره روانې دي او هڅه کېږي چې په لنډ وخت کې بشپړې او یاد مارکیټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه مارکیټ چې، په (۱۵۰۰) متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوی، د یوې تهکوۍ په ګډون په دوه پوړونو کې د (۶۰) هټیو په درلودلو سره د جوړېدو په حال کې دی.  یاده پروژه تر اوسه پورې  (۸۵) سلنه پرمختګ لري، چې په بشپړېدو سره به یې متشبثینو او سوداګرو ته کاري فرصتونه برابر شي. د یادړونې وړ ده چې، د کابل ښار د اقتصادي ودې او ښاریانو ته دکاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، په تېرو څلورو کلونو کې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو سوداګریزو مارکیټونو د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته ترسره شوې دي