الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کورني عضوي کثافاتو روغتیایي زیانونه

(په کورونو کې د کثافاتو  شتون، د ناروغیو د خپرېدو یوه ستره سرچینه ده)

آ.الکوزی

17117.jpg (1200 × 528)

کله مو فکر کړی دی چې، که ښاروالۍ زموږ د کورونو، کوڅو او بازارونو کثافات راټول نه کړي، زموږ کورونه، ښارونه او کوڅې به څه ډول ښکاري؟ آیا زموږ کورونه به د استوګنې او ښارونه به د سوداګرۍ او د خلکو د ګرځېدو  وړ  وي؟

په ډېرو کورونو کې د مېوو، ترکاريو او نورو خوراکي توکو پوستکي او پاتې ‌شوني د ورځني ژوند یوه عادي برخه جوړوي. که دغه کثافات په کور کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي، نه یوازې د چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي، بلکې د کورنۍ روغتیا ته هم جدي ګواښ پېښوي. روغتیایي متخصصین وایی: کثافات د ناروغیو د خپرېدو یوه ستره سرچینه ده، ځکه عضوي کثافات ډېر ژر خوسا کېږي چې د مکروبونو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابروي.

مایکروبي موجودات کولای شي چې د ځینو ناروغیو لامل شي، لکه د نس‌ ناستې، کانګو او د هاضمې ناروغيو...

بد بوی او د هوا ککړتیا:

کله چې عضوي مواد خراب شي، بد بوی خپروي چې د کور فضأ ککړوي. دا بوی نه یوازې د تنفسي ستونزو او سر درد لامل کېږي، بلکې د اشتها پر کمېدو هم اغېزه لري او د کورنۍ د غړو لپاره نا آرامه چاپېریال رامنځته کوي.

د حشراتو او ژوو راټولېدل:

مچان، چینجي، موږکان او حتی سپي یا پیشوګانې د کثافاتو او خوراکي توکو پاتې شونو ته راټولېږي. دا ژوي د ګڼو ناروغیو لېږدونکي دي او د کور پاکوالی زیانمنوي، چې د ځینو حیواناتو لکه، سپي او پیشوګانو... په وسیله بېلابېلې ناروغۍ کورونو ته لیږدول کېږي.

په دې اړه د جلدي ناروغیو متخصص، عصمت الله عربزی وایي:

«د عضوي کثافاتو د خرابېدو له امله د پوستکي خارښت، حساسیت او حتی د ساه لنډۍ ستونزې پیدا کېږي، په ځانګړي ډول ماشومانو او د ډېر عمر لرونکو کسانو ته. بد بوی، د حشراتو راتګ ته زمینه برابروي او ککړه فضأ د کورنۍ رواني آرامتیا له منځه وړي.

دا حالت د فشار، بې‌حوصلګۍ او د ژوند د  کیفیت په ټیټېدو کې ستره ونډه لري.»

د مخنیوي لارې چارې:

ډاکټر عصمت الله عربزی، د مخنیوي د لارو چارو په هکله ښه نظر لري او وایي:

«کثافات په ټاکلي وخت او ژر له کور څخه د باندې ولېږدوئ، د کور د پاکوالي لپاره هره ورځ د کثافاتو لرې کول اړین دي.»

دچاپېریال ساتنې متخصصین وايي: د مېوو او  ترکاريو پوستکي له نورو  وچو کثافاتو جلا کړئ، ځکه چې عضوي کثافات ژر خوسا کېږي، بوی کوی، حشرات او ژوي ورته راټولېږي. د کور  هوا د تازه کولو او بدلون لپاره د خونو کړکۍ پرانیزئ، په ځانګړي ډول د پخلنځي او زېرمه تون. هڅه وکړئ چې د کور ټولو خونو ته د لمر وړانګې دننه شي.

پایله دا ده چې، د مېوو او ترکاريو  پوستکي او نور خرابېدونکي کثافات که په کور کې پاتې شي، نه یوازې روغتیا مو له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د کور چاپېریال هم ککړوي.

په وخت یې لرې کول، پاکوالي ته پاملرنه د دغو ستونزو مخه نیسي او د کورنۍ د غړو روغتیا خوندي ساتل کېږي.

ځکه خو په کار ده چې، له ښاروالۍ او د ښاروالۍ له کارکوونکو، شکر ګذاره و اوسو او تل ورته د همکارۍ لاس ورکړو، ځکه چې "لـه یوه لاس څخه ټک نه پورته کېږي."