الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نورستان ولایت سېلاب ځپلو ته د کابل ښاروالۍ او ښاریانو مرستې وسپارل شوې

31 اسد 1405


د کابل ښاروالۍ او کابل ښاریانو له خوا د نورستان ولایت سیلاب‌ ځپلو ته راټولې شوې مرستې، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي «عثماني» په مشرۍ دغه ولایت ته ولېږدول شوې او د نورستان له سیلاب‌ ځپلو سره د مرستې کمېټې ته وسپارل شوې.
دغه مرستې د نورستان د والي قاري زین‌العابدین «عابد»، د علماوو شورا د رئیس او د نورستان ولایت له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې کمېټې د رئیس شیخ محمد نور «حنفي» په حضور کې وسپارل شوې، څو پر زیانمنو او اړمنو کورنیو ووېشل شي. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او د مړو شویو کسانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل: له اړمنو هېوادوالو سره مرسته کول یو دیني، اخلاقي او ملي مسؤلیت دی. کابل ښاروالۍ د کابل ښاریانو په ملاتړ له نورو ادارو سره په همغږۍ، په هر ډول شرایطو کې د خپلو زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړه ده.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو سلاکار نعمت‌ الله بارکزي او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام‌الله قاضي‌زاده په خپلو خبرو کې وویل چې، دغه مرستې د کابل ښاروالۍ او د کابل ښاریانو په مرسته راټولې شوې دي. په دغو مرستو کې ۳ میلیونه، ۳۷۳ زره او ۱۱۰ افغانۍ، ۶ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالر، ۱۰۰ یورو، ۲۴ بوجۍ جامې او نور اړین توکي شامل دي. نوموړو زیاته کړه چې، راټولې شوې مرستې به په عادلانه توګه پر اړمنو کسانو او کورنیو ووېشل شي. کابل ښاروالۍ چمتو ده چې، د مرستې، خواخوږۍ او سرښندنې په روحیې سره د زیانمنو هېوادوالو د درد او کړاو په کمښت کې خپله ونډه اداء کړي.
همدا راز د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمدشاه «الکوزي» وویل: کابل ښاروالۍ د ښاریانو په مرسته، د خواخوږۍ او ورورولۍ روحیې له مخې، د نورستان ولایت د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو هېوادوالو ترڅنګ ولاړه ده، ځکه له اړمنو خلکو سره مرسته کول د کابل او افغانستان د خلکو د اصیل کلتور یوه برخه ده.
د یادونې وړ ده چې، کابل ښاروال د دغه سفر پر مهال د نورستان ولایت له زیانمن شویو سیمو څخه هم لیدنه وکړه او د زیربناوو د بیارغونې او د زیان‌ منونکو سیمو د وضعیت د سمون په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د یاد ولایت له مسئولینو سره شریک کړل.
کابل ښاروال ډاډ ورکړ چې، د کابل ښاروالۍ تخنیکي ټیمونه چمتو دي څو د نورستان ولایت له مسئولینو سره د زیانمن شویو زیربناوو د بیارغونې او ښه والي په برخه کې تخنیکي همکاري وکړي.