الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښار د زمري د ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت ښکلی شو

27 اسد 1405


د زمري د ۲۴مې د پنځمې کلیزې د رارسېدو په مناسبت، د کابل ښار عمومي سړکونه، څلورلارې او مهمې سیمې د زرګونو بیرغونو، رنګارنګ څراغونو، لوحو، اعلانونو او په ښاري سکرینونو کې د مناسبتي پیغامونو په خپرولو سره ښکلی شوې دي.
دغه اقدام د دې ورځې د درناوي او لمانځنې او همدارنګه په ښار کې د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه ترسره شوی، چې د کابل ښار بېلابېلو برخو ته یې نوې او ځانګړې بڼه ورکړې ده.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د زمري ۲۴مه یو ملي مناسبت ګڼي او د هېواد د تاریخي پېښو او ویاړونو پر ساتنې او درناوي ټینګار کوي. د مسؤلینو په وینا د دې ورځې لمانځنه، د افغان ولس د اتلولیو او قربانیو او د هېواد د خپلواکۍ، امنیت او ثبات د تأمین لپاره د هغوی د هڅو یادونه کوي.
دغه راز کابل ښاروالۍ ټینګار کوي چې، د مناسبتي برنامو ترڅنګ، د ښاري ښکلا، ښاري پراختیا او ودانیزو پروژو د پلي کولو بهیر به د ښاري چاپېریال د ښه والي او د ښاریانو د هوساینې او آرامۍ په موخه دوام ولري او د خلکو په مرسته به په معیاري او توګه پلي شي.
د همدې مناسبت په پار، ټاکل شوې چې د کابل ښاروالۍ له خوا کلتوري برنامې، ورزشي لوبې او ورته نورې برنامې هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې، د دې مناسبت په درشل کې د کابل ښار په عمومي سړکونو کې زرګونه نوي بیرغونه او څراغونه نصب او روښانه شوي دي، چې د ځانګړي او زړه‌ راښکونکي چاپېریال په رامنځته کولو سره یې د کابل ښار ښکلا نوره هم زیاته کړې ده.