
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال، الحاج محمد نبي عثماني په مشرۍ، د ګذر وکیلانو د ارزونې کمیټې په ناسته کې د درېیمې، څلورمې، پنځمې، اتمې، نهمې، یولسمې، څوارلسمې، شپاړلسمې، اوولسمې، اتلسمې او دوه ویشتمې ناحیې د اوسېدونکو له خوا ور پېژندل شوي کسان و اروزل شول.
په دې ناسته کې د کمېټې د ګډونوالو له خوا د معیارونو او شرایطو پر بنسټ د ورپېژندل شویو کسانو سندونه او وضعیت و ارزول شول او په دې اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
د کړنلارې له مخې که چېرې د ارزونې کمېټه اوسنی ګذر وکیل یا نوی نوماند تأیید کړي، نو د ګذر وکیلانو د ټاکنې او ګوښه کولو د کړنلارې له مخې به د هغوی د تحصیلي سندونو او کاري مخینې، د ارزونې په موخه اړوندو ادارو ته واستول شي او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د وروستۍ منظورۍ لپاره د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي.
له وروستي تأیید وروسته به بریالي نوماندان د ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست څخه د وکالت مهر او باورلیک ترلاسه او اړوند ناحیو ته به وروپېژندل شي څو په رسمي توګه د ګذر د وکیلانو په توګه خپله دنده پیل کړي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د ارزونې په بهیر کې د نوماندانو نېک شهرت، وړتیا، شخصیت، ژمنتیا، ټولنیزو مسئولیتونو ته پابندي، له ښاریانو او ادارې سره د همکارۍ کچه او د دندو د ترسره کولو وړتیا په هر اړخیز ډول ارزول کېږي.
ګذر وکیلان د سیمې د اوسېدونکو د استازو په توګه، د چاپېریالي او ښاري ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لري.
د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه
27 اسد 1405


