
د تخنیکي پړاوونو تر سره کولو او له مسلکي ارزونې وروسته، د خوندیتوب د ټولو تدابیرو په پام کې نیولو سره، له بدخشان ولایت څخه یو واورین پړانګ کابل ژوبڼ ته ولېږدول شو. دا پړانګ یو نیم کال مخکې د بدخشان د واخان ولسوالۍ به ورک کلي کې پر څارویو تر برید وروسته، د سیمې د اوسېدونکو له لوري ونیول شو چې، د بدخشان ولایت مقام ته وسپارل شو او هلته یې ساتنه کېده. د کابل ژوبڼ رئیس عزیز ګل ثاقب په دې اړه وویل: دا ښځینه پړانګ چې، د ( واورین پړانګ) په نوم ونومول شو، شاوخوا څلورنیم کاله عمر لري او د سپین او تور رنګ په درلودلو سره یې د ډېرو پام ځان ته اړولی دی. د نوموړي په وینا؛ د ډېر وخت بې ځایه کېدو او بندیتوب له امله یې خپل توان له لاسه ورکړی او د متخصصینو تر څار لاندې یوه خوندي ځای ته اړتیا لري. د کابل ژوبڼ رئیس زیاته کړه، دا پړانګ له آسیايي نسل څخه دی چې، د دې نسل ژوي د ورکېدو په حال کې دي. دا ډول پړانګان معمولاً اوږد عمر لري او له جسمي اړخه تر نورو پړانګانو پیاوړي دي او په سړه هوا کې یې مقاومت ډېر او په لوړو غرونو او سیمو کې ژوند کوي. دغه راز ښاغلي ثاقب وویل چې، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ؛ یوه تخنیکي ټیم بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مسئولینو سره په همغږۍ دا پړانګ په خوندي توګه کابل ژوبڼ ته را ولېږدول شو. د کابل ژوبڼ مسئولین زیاتوي چې، د دې پړانګ د شتون په اړه هېوادوالو ته د عامه پوهاوي ورکول ځانګړی ارزښت لري. ټاکل شوې ده دغه ( واورین پړانګ) به د ستړیا تر رفع کېدو وروسته په یوه سمبال شوي قفس کې وساتل شي او ښاریان کولای شي دا نادر او حیرانونکی حیوان له نږدې وګوري


