الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبرخان مینې او شېرپور له سړکونو څخه د کانکریټي خنډونو د پاکولو لړۍ پیل شوه

29 عقرب 1404

 17147.jpg (1820 × 1024)

د ګمارل شوې کمېټې له خوا د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېر پور سیمو له سړکونو څخه د کانکرېټي خنډونو د پاکولو چارې پیل شوې. د دغو خنډونو په پاکېدو سره به ډېر شمېر سړکونه او کوڅې بېرته د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي. د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، څارنې او اروزنې رئیس محمد قاسم افغان له دې کار څخه موخه ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول وبلل او ویې ویل چې، د ا.ا.ا د کابینې د پرېکړې له مخې به د ښار په نورو سیمو کې هم سړکونه، پلې لارې او کوڅې له کانکرېټي خنډونو پاک شي. د نوموړي په وینا؛ دا لړۍ د کورنیو چارو وزارت په مشرۍ، د کابل ښاروالۍ او د کمېټې اړوند نورو ادارو او بنسټونو په مرسته عملي کېږي او هغه لارې او سړکونه له کانکرېټي خنډونو پاکوي چې، په تېرو کلونو کې په بېلابېلو پلمو بند شوي وو. د ترسره شوې سروې له مخې په کابل ښار کې څه باندې (۲۰۰)  سیمې پېژندل شوي چې، په کانکرېټي خنډونو بندې دي چې، یو پر بل پسې پاکې او د ښاریانو پرمخ به پرانیستل شي