
له احتکار څخه د مخنیوي او د لومړنیو خوراکي توکو د بیو د کنټرول په موخه د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي ( میرویس میدان) او د کمپنۍ سړک په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس وویل چې، په لویو پلورنځیو، نانوایانو، قصابیو، د کلچو پخولو په ځایونو او د تېلو په ټانکونو کې د توکو بیې وڅارل شوې. د نوموړي په وینا؛ هغه پلورونکي چې، قیمتونه یې د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وو، وهڅول شول او هغوی چې، سرغړونې یې درلودې ورته اړینې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه: " پلورونکي باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري، له دې پرته له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي". د مارکېټونو د تنظیم رئیس ټینګار وکړ چې، ښاریان باید د نرخنامې د تطبیق کلتور په پیاوړي کولو کې همکار و اوسي. د یادونې وړ ده چې، مخکې ټولو اصنافو او هټیوالو ته سپارښتنه شوې څو نرخنامه په لید وړ ځای کې نصب کړي او د هغه له مخې خپل توکي وپلوري


