الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په بیروبار لرونکو سیمو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره د هوایي پلونو د نصبولو چارې پیل شوې

2 قوس 1404

 17184.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ پلان لري د ښار په بیروبار لرونکو سیمو کې له سړکونو څخه د تېریدلو په موخه د پلیو تګ کوونکو لپاره (۱۰) هوایي پلونه نصب کړي چې، دا پروژه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون له مخې څخه په عملي توګه پیل شوه. د دې برنامې لومړنی پل  چې (۴۵) متره اوږدوالی، (۲) متره سور او (۶)متره لوړوالی لري، د څلورو اوسپنیزو پایو او معیاري زینو په درلودلو سره ډیزاین شوی دی. د طرحې له مخې دا هوایي پلونه به د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې نصب شي چې، ورسره جوخت به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ترافیکي پېښې به د پام وړ کمښت ومومي. د دې پروژې ټول لګښت چې څه باندې (۴۷) ملیونه افغانۍ اټکل شوی دی، موخه یې د پلیو تګ کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کول او په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ښاري نظم ښه والی دی