الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ماشومانو د سالمې ذهني او بدني ودې لپاره اړینې لارښوونې

چمتو کوونکی: فهیم دانش

17198.jpg (5000 × 2200)

لکه څرنګه چې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره هر وګړی خپل ځانګړی رول لوبوي، نو د ماشومانو سالمه وده هم د یوې ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره اړینه بلل کیږي. د ژوند لومړني کلونه د ماشوم د شخصیت، ځواک، فکري وړتیا او عاطفي ثبات په جوړېدو او پیاوړتيا کې تر ټولو مهم پړاو بلل کېږي. 

متخصصین په دې اړه وایي: ټول هغه چلندونه چې، ماشوم یې په دې کلونو کې تجربه کوي، د هغه د ټول عمر پر رواني وضعیت، د ستونزو  پر وړاندې د مقابلې وړتیا او د ټولنیزو مهارتونو په پیاوړتيا کې مستقیم رول لوبوي.

له همدې امله اړینه ده چې له کورنۍ سر بېره، تعلیمي او روغتیـایې مرکزونه هم باید د ماشوم په هر اړخیزه وده کې فعاله ونډه واخلي.

له بل پلوه، د ماشوم فزیکي فعالیت درلودل، د ماشوم  په فزیکي او  رواني روغتیا  کې رغنده  رول لري. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې، هر ماشوم باید په ورځ کې لږ تر لږه یو ساعت په فعال ډول فزیکي فعالیتونه ترسره کړي تر څو د ماشوم  روغتیا تضمین شي. فزیکي فعالیتونه نه یوازې د ماشوم بدن پياوړی کوي، بلکې د ټولنیزو اړیکو، ګډ کار، د ستونزو حل او د نظم په زده کړه کې هم خورا مهم رول لري. د لوبو په بهیر کې ماشوم له نورو ماشومانو سره د اړیکې مهارت او پر ځان د څرګندونو جرئت پیدا کوي، چې همدغه جرئت یې په راتلونکو ټولنیزو اړیکو باندې مثبت اغېز لري.

هره کورنۍ باید د خپل ماشوم څخه عاطفي ملاتړ وکړي، ځکه څېړنو ثابته کړې چې، هغه ماشومان چې د کورنۍ له لوري یې احساسات، وېرې او غوښتنې په جدي ډول په پام کې نیول کېږي، په ځان باور، ښه رواني وضعیت او ثبات سره مخ کېږي. همدا رنګه نرمي، هڅونه، مثبتې خبرې او له ماشوم سره وخت تېرول، د رواني روغتیا لپاره مهم ګڼل کېږي، خو د دې برعکس، پر ماشوم چیغې وهل، سپکاوی یا سخت چلند د هغه رواني وده زیانمنوي او  نه شي کولی چې په غوره او منظم ډول فکري وده وکړي. 

منظم خوب هم د ماشوم د سالمې ودې یوه مهمه برخه ګڼل کیږي. متخصصین ټینګار کوي چې، ماشومان د ښه دماغي فعالیت او سالمې جسمي ودې لپاره لس تر دولس ساعته خوب ته اړتیا لري. د خوب کمښت یا بې‌ نظمي د ماشوم پر حافظې، تمرکز او زده ‌کړو مستقیم اغېز کوي. له موبایل او تلویزیون څخه زیاته ګټه اخیستنه د ماشوم د خوب طبیعي سیستم ګډوډوي. نو والدینو ته په کار ده چې، له خوب کولو وړاندې له تیلیفون او یا هم تلویزیون څخه د ماشوم ګټې اخیستنې ته جدي پاملرنه وکړي.

فکري هڅونه او د زده‌کړو د تخنیکي فعالیت رامنځته کول، د ماشوم د فکري ودې لپاره اړین دي. کتاب لوستل، کیسې، تخلیقي لوبې،  نقاشي او د عمر مطابق زده ‌کړیز فعالیتونه د ماشوم د حافظې، ژبنۍ وړتیا او د فکر او تحلیل ځواک پياوړی کوي.

هغه ماشومان چې له وړوکتوبه له مطالعې سره بلد شي، په ښوونځي کې غـوره پایلې ترلاسه کوي او له زده‌کړو سره تلپاتې اړیکه جوړوي.

د شخصیت روزنه د ماشوم په تربیه کې ځانګړی اهمیت لري. والدین باید ماشوم ته د درناوي، نظم، مسئولیت، د نورو د حقونو ساتلو او د خبرو له لارې د ستـونزو د حـل لارې چـارې ور وښيي.

سزا ورکول، سپکاوی او سخت چلند ډېری وخت منفي پایلې لري، په داسې حال کې چې مثبته انګېزه او  هڅونه اغېزمنه طریقه ګڼل کېږي.

روغتیايي څارنه او واکسینونه د ماشوم د اوږدمهالې روغتیا لپاره بنسټیز اهمیت لري. منظم طبي معاینات، د وزن، قد او ودې څارنه او د واکسین بشپړول، د ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي او  په ټوله کې د ماشوم د روغتیا کیفیت لوړوي.

په پایله کې د ماشوم سالمه وده د تغذیې، فزیکي فعالیت، عاطفي ملاتړ، فکري هڅونې، منظمې څارنې او سالم چاپېریال ګډه پایله ده. هغه ټولنې چې، د ماشومانو د ودې اهمیت درک کوي، په حقیقت کې د خپل راتلونکي د پرمختګ لپاره پیاوړي بنسټونه جوړوي. د ماشومانو په روزنه پانګونه، د یوه ملت په بریا پانګونه ده.