
په لومړۍ ناحیه کې د وچې میوې د سوداګریز مارکېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مسئولانو، لوړپوړو دولتي چارواکو او پانګوالو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو رئیس مصطفي نبي خیل وویل چې، دغه مارکېټ په ۵۲۹۰ متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوي په ګډون په دوو پوړونو او پنځو بلاکونو کې جوړ شوی دی. همدا راز د بهزاد سینما پخوانۍ ودانۍ د وچې میوې د نندارتون لپاره ځانګړې شوې ده. د نوموړي په وینا؛ د دې سوداګریز مارکېټ په جوړېدو سره به په ملي او نړیواله کچه د وچې میوې سوداګري لا پیاوړې شي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایع د ګډې خونې رئیس خان جان الکوزي او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکټور په مرسته د دې مارکېټ جوړېدل د ښار د اقتصادي ودې او د پانګونې د ملاتړ په برخه کې مهم او ګټور ګام وباله. دا مارکېټ د کابل ښارولۍ له خوا د قراردادي شرکت (خصوصي سکټور) په مرسته د ۱۵۴ میلیونه ۲۸۴ زره ۶۳۷ افغانیو په لګښت د ۱۹۰ هټیو په درلودلو سره په معیاري توګه جوړ شوی دی. همدا راز د ۱۰۰ وسایطو لپاره پارکینګ، یوه عمومي دروازه او ۳ فرعي دروازې، ښاري او لمریزه برښنا، د اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې هم په دې مارکېټ کې په نظر کې نیول شوې دي. د قرارداد له مخې؛ قراردادي شرکت به د دې مارکېټ د جوړولو په بدل کې د ۲۰ کلونو لپاره له متشبیثنو څخه کرایه اخلي او د مارکېټ د ټولو عوایدو ۴۰ سلنه یې د کابل ښاروالۍ برخه تشکیلوي. شرکت به د هټیو دولتي کرایه کابل ښاروالۍ ته ورکوي او له ۲۰ کلونو وروسته به د قرارداد په اړه تجدید نظر کېږي. د قرارداد د مادو له مخې، قراردادي شرکت نشي کولای جوړ شوي تاسیسات د سر قلفي او ګروي په توګه ورکړي او یا یې په نورو اشخاصو وپلوري


