الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شهرنو په سیمه کې د لوحو او اعلانونو له څرنګوالي څارنه وشوه

5 قوس 1404

 17219.jpg (1820 × 1024)

د لوحو، تابلوګانو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون له خوا د شهرنو په سیمه کې د لوحو او اعلانونو له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې تړاو وویل چې، په لوحو کې د بهرنیو ژبو د کلماتو له کارولو څخه د مخنیوي په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې په جدي توګه څارنې روانې دي. نوموړي زیاته کړه:" د اصنافو هغه اعلانونه او لوحې چې، بهرني کلمات پکې کارول شوي وو، غیر شرعي انځورونه او ناسمه مینځپانګه یې درلودې او یا هم په نا مناسبو ځایونو کې نصب شوې وې، اصلاح شوې او دا لړۍ به تر بشپړو اصلاحاتو پورې روانه وي". د ښاغلي جواد په وینا" د لوحو ښکلا او ډیزاین هم اصلاح کېږي، په اعلانونو کې د ملي او رسمي ژبو له کارولو او نصبولو څخه په دقیقه توګه څارنې کېږي او هغه زاړه شوي اعلانونه چې، د ښار بڼې ته زیان رسوي راټولېږي."