عزیزي

د یوې ګډې موخې د لاسته راړولو لپاره د دوه او یا ډېرو کسانو یو ځای کېدل او په ګډه کار کولو ته همکاري وايي. د ټولنیز ژوند په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا پیدا کېږي ، خو د یوه ښار د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې لپاره د همکارۍ د روحیې شتون حتمي او ضروري دی.
د اسلام په مبارک دین کې همکاري لوړ اهمیت لري، په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې پر همکارۍ ټینګار شوی دی. اسلام خلک هڅوي چې، یو له بل سره د خیر، نیکۍ او حق په لاره کې مرسته او همکاري وکړي.
الله(ج) د خیر او ښیکڼې په کارونو کې د همکارۍ په ترسره کولو امر کړی. د المائده سورت په دویم آیت کې فرمايي: ژباړه: (او تاسو په ښېګڼه او تقوا كې يو له بل سره مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې له یو بل سره مرسته مه كوئ او له الله نه وډارشئ، بې شكه د الله عذاب ډېر سخت دى).
همدا راز حضرت محمد(ص) به د مسلمانانو ترمنځ د یوالي، مرستې او همکارۍ روحیه پیاوړې کوله. نبي کریم(ص) په دې اړه فرمايي:
ژباړه: (الله(ج) له خپل هغه بنده سره مرسته کوي چې، له خپل بل ورور سره مرسته کوي). مسلم
همکاري او مرسته کول د انسان په ټولنیز ژوند هم مثبتې اغیزې لري چې ، په لاندې ډول دي:
۱- د ټولنیز یووالي او باور رامنځته کول
کله چې خلک یو بل باندې باور ولري، ټولنه باثباته کېږي او شخړي پکې کمېږي. همدا راز یوالی او باور خلک دې ته هڅوي چې له یو بل سره مرسته او ګډ کارونه وکړي او د ستونزو پر مهال یو بل یوازې پرېنږدي.
په اقتصـادي برخـه کې هـم یوالی، سوداګرۍ، پانګونې او د کار بازار ته وده ورکوي، ځکه خلک له یو بل سره صادقانه معاملې کوي.
ټولنیز باور د خلکو او حکومت ترمنځ واټن راکموي او ښاریان د قوانینو اطاعت ته چمتو کوي. په ټوله کې ویلای شو چې، باور او یوالی باثباته ټولنه او همغږې رامنځته کوي او د خلکو پر ذهني او فزیکي روغتیا مثبت اغېز کوي.
۲- چټک پرمختګ ته زمینه برابروي
په همکارۍ سره خلک د ښار د پاکوالي، زرغونتیا، امنیت او نظم لپاره ګډ کار کوي او په دې برخه کې پرمختګونه ګړندي کېږي. که چېرې د یوې پروژې او کار د ترسره کولو په برخه کې یوالی موجود وي، نه یوازې د کار او پروژې پر کیفیت اغېز پرېباسي، بلکې پر وخت او چټکه توګه د چارو ترسره کېدو ته زمینه برابروي.
۳- ستونزې په آسانه حل کېږي
که چېرې په ټولنه کې د خلکو ترمنځ همکاري شتون ولري، ستونزې ژر په ګوته او حل کېږي، عام خلک او د ګذر وکیلان تر نورو ډېر د خپلـو سیمو سـتونزې درک کوي، ځکه دوی په خپل ګـذر او سیمــه کې تګ راتګ کوي، ستونزې ویني، سرغړونې ښې درک کولای شي او تر مسئولینو پورې یې رسولی شي.
د همکارۍ د روحیې له مخې په دې برخه کې د ټولنې هر وګړی مسئولیت لري.
۴- ذهني او روحي سکون رامنځته کېږي
په هغه سیمه او ښار کې چې، همکاري شتون ولري، د خلکو روان خوندي ساتل کېږي، ځکه هر څوک ځان مهم او ګټور احساسوي. د دې ترڅنګ خلک د ستونزو پر مهـال ځان یوازې نه احساسوي او پوهېږي چې، ګاونډیان او د کلي او سیمې نور اوسېدونکي د ستونزو پر مهال ورسره مرسته کوي.
۵- د مسئولیت منلو حس پیاوړی کېږي
همکار خلک د ښـاري چارو، قانون او د نظم په ساتلو کې ځان مسئول ګڼي، په کومه ټولنه کې چې د وګړو ترمنځ همکاري موجوده وي، هلته نظم ټینګ وي او څوک د اصولو او مقرراتو خلاف عمل نشي ترسره کولای.
په ټوله کې ویلای شو چې، همکاري د ښاري ژونـد یـــــوه مهمـه او نه بېلېدونکې برخه ده، که چېرې هر وګړی د ښار په آبادۍ، پاکوالي او نظم کې برخه واخلي، ټولنه د پرمختګ په لور حرکت کوي او په ښاري ژوند کې سوکالي او هوساینه رامنځته کېږي.


