د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نامنظمو اعلاناتو د لوحو او اشتهاراتو د راټولونې کمپاین پیل شو

 

د لوحو او سوداګریزو اعلاناتو تابلوګانو د سمونې کمېسیون دښار د ښکلا او په کې د فرهنګي اصولو د دود په خاطر، نن د ۱۳۹۸ کال د غوایي د میاشتې په لومړۍ نیټه د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د معین سرمحقق محمد فاضل شریفي په مشرۍ ځانګړی کمپاین پیل کړ. د نامنظمو لوحو او اعلاناتو د راټولونې ـ پلټنې دغه کمپاین کې چې ده افغانانو سیمه کې ترسره شو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، امنیه قومندانۍ، ملي امنیت استازیو، د کلتوري خدمتونو او نشراتو رییسانو هم ګډون کړی و. په دغه کمپاین کې له ده افغانانو سیمې نه ټولې هغه لوحې او اعلانات راټول کړای شول،چې وضع شوي معیارونه په کې نه وو مراعات شوي او له اصنافو هم دې برخه کې د اصلاح ژمنه واخیستل شوه. د ذکر شوي کمیسیون د لارښوونې له مخې د لوحو ډیزاین، په کې د ملي او بهرنیو ژبو کارونې همدا راز د لوحو، اعلاناتو او بیلبوردونو د لګولو ځای په اړه د ښاروالۍ د اړونده ناحیو د کلتوري خدمتونو له مسوولینو سره همغږي وشي. د ذکر شویو لارښوونو نه عملي کولو په صورت کې، به کابل ښاروالي له سرغړوونکو سره د ښاري خدمتونو د قانون له مخې جدي چلند کوي.