د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د ښځو سوداګري خونې او صنایع رییسي سره ولیدل

1 جوزا 1398

 کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکی سرفراز ښځو سوداګري خونې او صنایع رییسی اغلی منیژه وافق سره د ښځو د اقتصادي او ټولنیزي پیاوړتیا په اړه لیدنه وکړه. په دي لیدنه کې کابل ښاروال د افغانستان د ښځو د سوداګري خونې او صنایع رهبرۍ پلاوي د نظرونو او وړاندیزونو اوریدلو څخه وروسته کابل ښار کې ښځو ته د اقتصادي، فرهنګی او داخلي صنایعو ودي او مناسب کار پیدا کولو په اړه وویل: کابل ښاروالۍ د ګډ کار ودي، او افغان پانګوالو ښځو ملاتړ پخاطر د ورځي بازارونه جوړوي. کابل ښاروال زیاته کړه: له هرې ممکنې لارې څخه کابل ښاروالۍ د ښځو صنعت ودي پخاطر یادې خونې سره مرستي ته چمتو دي، تر څو سوداګري ښځې پياوړي شي او د ټولني، کورنۍ اقتصاد پياوړي کړي او له بل اړخ څخه له کورني توکو څخه ګټه اخیستنه د هیواد د اقتصاد په لوړولو کې ډیر اړین ګڼل کیږي کابل ښاروال د ښځینو صنعت کارانو له کړنو څخه ټولو خلګو ته خبرورکول اړین وګڼل، ترڅو د ښځو سوداګري په بازارونو کې وده وکړي، او اړینه ده چې ټول مدني او ښاري بنسټونه د پانګوالو له کړنو څخه اوږد مهالۍ ملاتړ ولري.