الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کوچنیو کاروبارونو پر وړاندې شته خنډونه او حل لارې

عصمت الله "شګیوال"

17343.jpg (5000 × 2200)

که چېرې خصوصي سکتور په افغانستان کې ملاتړ او هڅونه ترلاسه کړي، هېواد کولای شي خپل اقتصاد د داخلي منابعو له لارې پیاوړی کړي. دا کار به د زیات شمېر افغانانو، په ځانګړي ډول د ځوانانو، د بې‌کارۍ او فقر له کړۍ څخه د ژغورنې لامل شي. کوچني تشبثات د ملي خزانې په څېر ارزښت لري، نو باید خوندي، تقویه او وهڅول شي. ځکه دا تشبثات نه‌یوازې شتمني تولیدوي، بلکې د کار فرصتونه هم رامنځته کوي او د اقتصادي سوکالۍ زمینه برابروي.

په دې لیکنه کې به لاندې ټکي څېړل کېږي:

۱: د کوچنیو کاروبارونو تعریف

۲: د کاروبار د پیل لارې چارې

۳: د دې کاروبارونو پر وړاندې شته خنډونه

۴: د ستونزو د حل لارې

د کوچنیو کاروبارونو تعریف

کوچني کاروبارونه هغه اقتصادي فعالیتونه دي چې د لږې پانګې، محدودو سرچینو او کم شمېر کارکوونکو په مرسته پرمخ وړل کېږي.

دا ډول کاروبارونه عموماً د یوې کورنۍ یا څو کسانو له‌خوا اداره کېږي او د محلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره فعالیت کوي.

د اقتصادپوهانو له نظره:

د کارکوونکو له مخې: هغه کاروبارونه چې لږ کارکوونکي ولري (مثلاً تر ۱۰، ۲۰ یا ۵۰ پورې) کوچني کاروبارونه بلل کېږي.

د پانګې له مخې: هغه تشبثات چې پانګه یې محدوده وي او د لویو شرکتونو په کچه نه وي.

د بازار له مخې: دا ډول کاروبارونه زیاتره په سیمه‌ییزه یا محلي کچه فعالیت کوي، نه په ملي او نړیواله کچه.

څنګه یو کوچنی کاروبار پیل کولی شو؟

محمد ایاض د اقتصادي چارو کارپوه په خپلې علمي لیکنې کې د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره لاندې مهم ټکي یاد کړي دي:

۱: نظریه (ایډیا) درلودل:

د هر کاروبار بنسټ یوه نوې او دقیقه مفکوره ده. باید پریکړه وشي چې کوم ډول کاروبار پیل کول غواړو.

۲: د بازار څېړنه:

دا اړینه ده چې وګورو کوم توکي یا خدمات په سیمه کې ډېر اړین دي. څومره خلک ورته اړتیا لري؟ سیالان مو څوک دي او د هغوی د کار طریقه څه ده؟

۳: د پلان جوړول:

یو واضح پلان باید ولرو چې پکې د کاروبار نوم، هدف، د پانګې اړتیا، د عاید سرچینې، د مشتریانو جلبولو لارې او د بازار ستراتیژي شاملې وي.

۴: پانګه برابرول:

د کاروبار د پیل لپاره مالي سرچینې مهمې دي. دا پانګه کولای شو د ملګرو، پورونو یا مالي ادارو له لارې ترلاسه کړو.

۵: ځای او وسایل برابرول:

د کاروبار لپاره مناسب ځای او اړین وسایل باید مخکې له پیل څخه برابر شي. ځکه ناسم ځای یا د وسایلو نشتوالی د کاروبار د ناکامۍ لامل ګرځي.

که یو متشبث پورته ټکي په پام کې ونیسي، د بریالي کاروبار لرلو چانس یې ډېرېږي.

د کوچنیو کاروبارونو پر وړاندې شته خنډونه

اقتصادپوه صاحب‌الله صابر د کوچنیو کاروبارونو د ودې پر وړاندې لاندې خنډونه یاد کړي دي:

۱: د بانکونو مالي محدودیتونه:

پورونه په لوړ سود او لنډ مهال وړاندې کېږي. سربېره پر دې بانکونه د ضمانت سخت شرایط لري او پر متشبثینو یې باور کم دی، چې دا د کاروباریانو لپاره ستر خنډ جوړوي.

۲: مالي پوهه نه درلودل:

مالي پوهه د هر کاروبار بنسټ دی. په افغانستان کې ډېری وګړي مالي مهارتونه نه‌لري، له همدې امله د مالي پرېکړو او کاروباري پرمختګ په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.

۳: کمزورې زیربناوې:

د برېښنا، سړکونو، ترانسپورټ، مخابراتو او ټکنالوژۍ کمزوری حالت د کاروبارونو د ودې مخه نیسي. د دې له امله د تولید لګښتونه لوړ او ګټه کمه وي.

۴: د اداري قوانینو سختوالی:

د کاروبار ثبتول، جواز اخیستل او د مالیاتو سیستم ډېر پېچلی دی. دا چارې وخت‌نیوونکې دي او د کاروبار د ودې مخه نیسي.

د مالیې د ناسم وضاحت له امله ډېر کاروباریان نه پوهېږي چې څومره مالیه ورکړي، چې دا کار د جریمې او تاخیر سبب کېږي.

۵: د کاروباري خدمتونو نشتوالی:

په ډېرو هېوادونو کې د متشبثینو د روزنې او مشورې مرکزونه شته، خو په افغانستان کې دا ډول مسلکي ملاتړ ډېر محدود دی.

د دې له کبله متشبثین له لازمې روزنې او رهبري بې‌برخې دي.

حل لارې:

کوچني او منځني کــاروبارونـه د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر دي. دا تشبثات د اقتصادي ودې، د خلکو د عاید لوړولو او د بې‌کارۍ د کمولو په برخه کې حیاتي رول لري. دولت او اړوندې ادارې باید لاندې ټکي جدي په پام کې ونیسي:

د مالي پوهې د لوړولو لپاره د سمینارونو او روزنیزو برنامو جوړول. د متشبثینو لپاره د مسلکي مشورو او ملاتړ مرکزونو رامنځته کول.

په اداري قوانینو کې د آسانتیا راوستل.

د زیربناوو پیاوړتیا او د ټکنالوژۍ پراختیا ته پاملرنه.

د بانکي خدماتو اصلاح او د پورونو آسانتیاوې.

که دا خنډونه له منځه یوړل شي، نو کوچني کاروبارونه به وده وکړي، د خلکو د ژوند سطحه به لوړه شي او افغانستان به د اقتصادي پیاوړتیا پر لور ګامونه واخلي.