
د ښار د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په موخه، په لسمه ناحیه کې د مسئولینو، د سیمې اوسېدونکو او همکارو بنسټونو د استازو په ګډون د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو.
په دې حشر کې د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د حشر د ګډونوالو او ښاریانو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، د ښار پاکوالی او د زرغونتیا ساتنه د ټولو ګډ مسئولیت دی او د دې موخې په پلي کېدو کې د خلکو مرسته بنسټیز رول لري.
نوموړي د لسمې ناحیې له اوسېدونکو وغوښتل چې، د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره اوږه په اوږه د چاپېریال ساتنې، د زرغونو سیمو د پراختیا او د ښار د پاک ساتلو په برخه کې فعال ګډون وکړي. د نوموړي په وینا؛ د یادې ناحیې اوسېدونکو تل په ټولنیزو برنامو کې د ستاینې وړ همکاري کړې ده او دا همکاري به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.
د لسمې ناحیې رئیس ټینګار وکړ چې، د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همغږۍ، ګډ کار او د همکارۍ روحیې په مټ به د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا هڅې لا پیاوړې شي.
ښاغلي نوري زیاته کړه چې، د ښار پاکوالی او زرغونتیا د سالم ژوند، عامه هوساینې او د ټولو ښاریانو لپاره د روښانه راتلونکې زمینه برابروي.
په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو ترڅنګ، د اتصالات مخابراتي شرکت د اوو ټانکرو اوبو، خصوصي تنظیفي شرکتونو د اتو او د ګذر وکیلانو شورا د اوبو د لسو ټانکرونو په برابرولو سره، په ټولیز ډول ۲۵ ټانکرونه د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو لپاره مرسته کړي وو چې، مسئولینو د دوی له دې نیک اقدام څخه مننه وکړه.
د حشر ګډونوالو هم د کابل ښاروالۍ له برنامو او پلانونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د لسمې ناحیې د پاکوالي، زرغونتیا او آبادۍ په برخه کې یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ. هغوی هیله څرګنده کړه چې، په ګډ کار سره به د ښاریانو لپاره پاک، زرغون او د ژوند کولو مناسب چاپېریال رامنځته شي.
په لسمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر ترسره شو
5 اسد 1405


