الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.12 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نورستان ولایت له سیلاب ځپلو سره د مرستې په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

5 اسد 1405


د نورستان ولایت له سېلاب ځپلو او زیانمنو کورنیو سره د ولسي مرستو راټولولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست په نوښت د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شوراګانو له رئیسانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام‌الله قاضي ‌زاده له سېلاب ځپلو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د ګذر وکیلانو له شوراګانو یې وغوښتل چې، د عامه پوهاوي او د ښاریانو د هڅونې له لارې د نورستان ولایت سېلاب ځپلو ته د ملي، انساني او دیني مسئولیت له مخې مرستې راټولې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې، کابل ښاروالۍ د نورستان ولایت د خلکو په غم کې ځان شریک بولي او د ولسي مرستو د راټولولو او لېږد بهیرد آسانتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.
ورته مهال د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي احمدشاه الکوزي د نورستان ولایت له خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې، د ګذر وکیلانو شوراګانې به د ښاریانو، په ځانګړي ډول د ملي سوداګرو، پانګوالو او خیر غوښتونکو په همغږۍ د مرستو کڅوړو د چمتو کولو بهیر پیل کړي او هڅه به وکړي چې دغه مرستې په لنډ او ممکن وخت کې سېلاب ځپلو ته ورسوي.
د ناستې په پای کې د ملي یووالي پر پیاوړتیا، د ښاریانو پر هر اړخیزې همکارۍ او د نورستان ولایت د سېلاب ځپلو لپاره د مرستو رسولو د بهیر پر چټکتیا ټینګار وشو.