
د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاستالوزراء محترم مقام د حکم پر بنسټ، د کابل ښاروالۍ د حقوقي چارو مخکنۍ رئیس مولوي محمدالله منصور د داخلي پلټنې د نوي رئیس او د داخلي پلټنې مخکنۍ رئیس مفتي عبدالباري ایقاظ د حقوقي چارو د نوي رئیس په توګه وټاکل شول. دوی د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د کارکوونکو چارو د رئیس مولوي محمد صارم محمود له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.
په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني د داخلي پلټنې او حقوقي چارو ریاستونو مهمو مسؤلیتونو ته په اشارې سره د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د لا روڼتیا، حساب ورکونې او ښه والي په برخه کې د یادو ریاستونو پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښوونې بیان کړې او د ښاریانو شکایتونو ته رسېدنه، په بېلابېلو ریاستونو کې دغفلت ارزونه، د حقوقي موضوعاتو تعقیب او د ژمنتیا، امانتدارۍ او مسؤلیت منلو پر بنسټ د دندو ترسره کول، د دغو دواړو ریاستونو له اساسي لومړیتوبونو څخه وبلل.
د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس هیله څرګنده کړه چې، نوي مسؤلان به د خپلې پوهې، تجربې او کاري ژمنتیا پر مټ د اداري بهیرونو په ښه والي، د حقوقي ستونزو په هواري، د داخلي څارنې په پیاوړتیا او ښاریانو ته د ښاري چوپړتیاوو د کیفیت لوړولو کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.
نوموړي څرګنده کړه چې، چې یادې ګومارنې د وړتیا، تخصص او تجربې پر بنسټ ترسره شوې دي او تمه کېږي چې، د نویو رئیسانو په هڅو سره به په کابل ښاروالۍ کې د اداري چارو اغېزمنتیا او د ښاریانو د رضایت کچه لا نوره هم لوړه شي.
د کابل ښاروالۍ د داخلي پلټنې او حقوقي چارو نوي رئیسان معرفي شول
5 اسد 1405


