الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښاري سکټور او کابل ښاروالۍد همغږۍ ګډه ناسته

1 جوزا 1398

د دوشنبه ورځ د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۳۰مه کابل ښاروالۍ د اوبو رسونې ، کانالیزاسیون او اترا ادارې سره د ښاري شبکو د ایجاد او ساتنې په تړاو ناسته لرله.

ناسته کې د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز ټینګار وکړ چې د شبکو د ایجاد برخه کې د پایپ او کیبلونو غځونې لپاره اړتیا ده چې د ښاري سکتور ادارې خصوصا د اوبو رسونې او اترا اداره کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ زیربناو او موجوده شبکو ته په پام خپل تاسیسات جوړ کړي.

ناسته کې د ټولو لوریو د نظرونو له اوریدو وروسته پریکړه وشوه چې اړونده ادارې به څو اړخیز خپلمنځي هوکړه لاسلیکوي چې په اساس به یې د ښاري شبکو او ساختماني چارو له پیله اړوندې ادارې خپل مسوولیتونه ادا کوي

کابل ښاروال د غونډې په ترڅ کې وویل، ښاروالي پلیو لارو، سړکونو او ښاري شبکو لپاره لازم اقدامات پیل کړي، 

محترم ښاروال دغه راز وویل، پلیو لارواو ښاري شبکو د تخریب د مخنیوي لپاره باید د ښاري شبکو د تنظیم برخه کې یوه هر اړخیزه هوکړه او مقرره ترتیب او تطبیق شي.

د یادونې ده چې کابل ښاروالي پریکړه کړې چې د ښار په لارو او واټونو به د هر ډول خپلسریو کیندنو مخه نیسي.