چمتوکوونکی: دلسوز

په هره ټولنه کې ډېری داسې کسان شته چې په ژوند کې بریالي دي، موخو ته رسېدلي او تر نورو یې ژوند جوړ او خوشحاله دی. خو دوی په څه دول ځان دې ځای ته رسولی دی؟
دا ښکاره خبره ده چې، انسانان په تېره پوهان او شتمن خلک څنګه چې دي دغه شان له مور څخه نه دې زېږېدلي، بلکې په خپل فکر، مهارت،خپل زیار او خپلو هڅو یې ځانونو دغه ځای ته رسولي. هر انسان په خپل وجود کې وړتیاوې لري چې باید هغه وړتیا وپېژني، د هغو په وسیله موخې وټاکي او د موخو تر لاسه کولو لپاره زیار وباسي، ځکه بریالي کسان هغه دي چې، موخې لري او د ترلاسه کولو لپاره یې شپه او ورځ هڅه کوي.
بریا څه شی ده؟
د بریا کلیمه له درېوو پېښو سره تړلې ده: شتمنې،قدرت او ټولنیز حالت.
بریا لوی واټن ده، موږ کله هم داسې نشو کولای چې یو ځای ته ورسېږو او ووایو چې کار پای ته ورسېده، بریا د لومړي ګام په اوچتولو پیلیږي، نه د ورستي ګام. بریالی کس هغه دی چې، لومړی ګام په سمه اوچت کړي بیا دویم او له زرم ګام وروسته هم موخې ته نه وي رسېدلی، خو بریالی به وي.
هغه کسان چې تل په دې هڅه کې وي څو نورو خلکو او نړۍ ته بدلون ورکړي، ډېری مهال موخې ته نه رسیږي ، نو بریالی کس هغه دی چې، د هرې ورځې په تېرېدو فکر وکړي چې څومره بدلون پکې راغلی او خپلې ټاکل شوې موخې ته څومره نږدې شوی دی.
که غواړو چې بریالي شوو، نو لاندې کارونه باید ترسره کړو:
تر ټولو لومړی په خدای(ج) توکل، باور او د هغه ارادې او رضا ته تسلیمېدل.
ورپسې پوهه او وړتیا: انسان هغه وخت ځواکمن کېدای شي چې، پوهه ولري.
راځئ دغه نظر چې (د کوم کار په اړه نه پوهېږې مه یې ترسره کوه ) بدل کړو او داسې فکر رامنځته کړو که په کوم کار نه پوهیږې تر هرڅه لومړنی ځان پرې پوه کړه، لازم مهارت ترلاسه او بیا یې په عملي ډول ترسره کړه.
د بریا په لاسته را وړلو کې بل اقدام مهارت ده
مهارت یعنې د یوه کار په غوره او ګټوره توګه ترسره کول او دستونزو حل کول دي.
پوهه باید په وړتیا بدله شي او وړتیا د تمرین له لارې په مهارت بدلیږي.
پوه انسـان په ژونـد کې د فرصت راتلو ته په تمه نه کېني، بلکې هڅه کوي په خپله فرصت رامنځته کړي. دبریا په تر لاسه کولو کې بله خبره د موخو درلودل دي.
که پوه نشو چې، چېرته یوو، چېرته روان یوو او له کومو لارو غواړو ولاړ شو؟ نو بیا موخه معنا نه لري.
د موخې تر لاسه کونکی کس باید دخپلې موخې لپاره پلان ولري.
دخپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره د لارو او وخت ټاکل: لارې باید دوه ډوله وټاکل شي، چې یوه یې آسانه او بله یې سخته وي. د سختو لارو په ټاکلو کې د ستونزو ګالل هم باید په پام کې ونیول شي. کله چې لویه موخه ولرو، فکرونه مو کولای شي کلاوې ړنګې کړي، د تخیل او پیاوړتیا نبوغ ویښیږي او موږ خپلې موخې ته نږدې کېږو.
بل اصل چې موږ بریا ته رسوي هغه دوام ده: که څوک یو کار پیل کړي، دوام ورنکړي او پای ته یې ونه رسوي، هېڅکله نه بریالی کېږي.
نا پلیون په خپل کتاب(فکر وکړه او شتمن شه) کې وایي: بریالي کسان تر هغه وړاندې ځي چې، کله یو کار پیل کړي او له هغه یو بل ښه کار ورته پیدا شو نو خپل کار نه پرېږدي، ځکه دلته اساسي مسئله دوام ده. او که غواړئ په رښتیا هم بریا ته ورسېږئ او خپلې موخې لاسته راوړئ، نو پر ځان باور هم ولرئ. تل هڅه وکړئ په ځان مثبت باور ولرئ! ځکه منفي باور مو دې ته هڅوي چې فکر کوو دا کار نشو کولای، نو له داسې باور درلودلو ځان ساتل پکار دي، مثبت باور او په خدای(ج) توکل مو بریا ته رسوي.
امریکایي لیکوال جان سي مکسول ویلي دي: (خوبونه مو چېرته نه رسوي تر څو چې خپله لاس په کار نشو.)


