الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

18 قوس 1404

 17381.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په دویمه څلورلارې کې د ( عمري بازار) په نامه د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د مسئولینو او هټیوالو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مارکېټ چې، د اقتصادي ودې، سوداګریزو فرصتونو رامنځته کولو او د بازار د تنظیم په موخه، په ۲۴۰۰ متر مربع ځمکه او یوه پوړ کې ډیزاین شوی دی، په ټوله کې ۲۸۰ هټۍ لري. د دې مارکېټ د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور په مرسته، د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شوې. د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به د سیمې هټیوالو او نورو کسبګرو ته د منظم فعالیت زمینه برابره شي.