الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

ټولنیز یووالی او عامه ګډون

آ.الکوزی

17386.jpg (5000 × 2200)

یوه ټولنه هغه مهال پیاوړې، با ثباته او د پرمختګ پر لور تللی شي چې، د خلکو ترمنځ یووالی، تفاهم او ګډ کار شتون ولري. ټولنیز یووالی یوازې یو شعار نه دی، بلکې هغه عملي ځواک دی چې د هر ملت بنسټ پرې ولاړ وي. 

پاک خدای(ج) د ال عمران سورت په «۱۰۳م »آیت کې فرمايي:

ژباړه: «د الله د لارې رسۍ کلکه ونیسئ، ټول سره یو موټی اوسئ او تفرقه مه اچوئ!»

 له بلې خوا، عامه ګډون د همدې یووالي عملي بڼه ده؛ یعنې خلک په خپلو چارو، پرېکړو او پرمختیایي هڅو کې فعاله برخه اخلي. په یوه هوسا ټولنه کې دا دواړه اصلونه یو د بل بشپړوونکي وي.

بریتانوي لیکوال «انتوني گیدنز» په خپل کتاب« ټولن‌پوهنه» کې وایي:

ټولنیز یووالی د دې مانا لري چې، د ټولنې غړي سره یو بل درک کړي، د یو بل درناوی وکړي، ګډ ارزښتونه ولري او په ستونزو او خوښیو کې د یو بل ترڅنګ ودرېږي. دا یووالی له کورنۍ پیلېږي او تر کلي، ښار، قوم، هېواد او نړیوالې ټولنې پورې غځېږي.

د قرآن کریم د سورت الحجرات سورت، په «۱۰م » آیت کې راغلي دي:

ژپاړه: «بېشکه مؤمنان سره ورونه دي؛ نو د خپلو وروڼو ترمنځ سوله او پخلاینه وکړئ، او له الله(ج) څخه ووېرېږئ، ښايي چې پر تاسې رحم وشي.»

ټولنیز یووالی داسې حالت دی چې پکې، اختلافات د دښمنۍ لامل نه کېږي. خلک له ډار پرته خپل نظر څرګندوي، بېلابېل قشرونه ځان د ټولنې مهم غړي ګڼي،تعصب، کرکه او نفرت کمزوري کېږي.

«انتوني گیدنز» په دې باور دی چې، هیڅ حکومت، اداره یا ټولنه د خلکو له ګډون پرته پرمختګ نه شي کولی. عامه ګډون د دې ضمانت کوي چې د ټولنې دنده یوازې د چارواکو په اوږو نه وي، بلکې خلک هم خپل مسئولیتونه درک کړي او هم د ښې راتلونکي لپاره ګډ کار وکړي.

لکه په وروستـیو سیاسي، نظامي او اقتصادي کړکیچونو کې چې، افغان ملت د خپل حکومت او نظام ترڅنګ ودرېدل او یوه شریر ګاونډي ته یې د عبرت داسې درس ورکړ چې د وېرې چیغې یې تر نورو هېوادونو ورسېدې. پښتانه وايي« په یوه ګوته غاښ نه ماتېږي، خو چې پنځه ګوتې سوک شي، په آسانۍ یې ماتوي»

ټولن‌پوهان په دې باور دي چې، عامه ګډون په ډېرو برخو کې مهم رول لري، د بېلګې په توګه:

_ د ټولنیزو ستونزو پېژندنې او حل کې.

_ د شفافیت او حساب ورکونې پیاوړتیا کې.

_ د پرمختیايي پروژو بریالیتوب کې.

_ د سولې، ثبات او اعتماد رامنځته کولو کې.

کلـه چـې خلک په خپـلو چـارو کې فعاله رول ولري، ټولنیز عدالت پیاوړی کېږي او ټولنه په طبیعي توګه د پرمختګ نوې کچې ته رسېږي.

« انتوني گیدنز» په خپل کتاب کې لیکي: ټولنیز یووالی هغه فضأ برابروي چې پکې عامه ګډون ممکن شي. که په یوه ټولنه کې بې‌باوري، د نفاق خبرې، تعصب او بې‌عدالتي حاکمه وي، خلک نه غواړي چې په ګډو چارو کې برخه واخلي. خو که اعتماد، یووالی او همکاري شتون ولري، هرڅوک ځان مسئول احساسوي.

یوه ساده بېلګه: 

ټولنیز یووالی = ګډ احساس. 

عامه ګډون = ګډ عمل. 

ګډ احساس که په ګډ عمل بدل شي، همدا د ټولنې د پرمختګ رېښتینی ماشین دی.

په هره ټولنه کې د یووالي پیاوړتیا او د خلکو ګډون ته وده ورکول، د اوږدمهاله کار پایله ده. د چارو شنونکي وایي چې، دا کار ځینو لارو چارو ته اړتیا لري، لکه:

د پوهاوي د کچې لوړول:

* ښوونه او روزنه، د رسنیو مثبت رول او د ولسي ټولنو فعالیتونه د خلکو ترمنځ تفاهم زیاتوي.

د عدل او انصاف تأمین:

* که خلک پوه شي چې، حقوق یې خوندي دي، په ټولنیزو چارو کې له زړه برخه اخلي.

د ځوانانو له ځواک څخه ګټه اخیستل:

* ځوان نسل د بدلون تر ټولو لوی ځواک دی، هغوی ته فرصت ورکول، د عامه ګډون بنسټ پیاوړی کوي.

د قومي، ژبني او مذهبي تعصب کمول:

* یو ملت هغه وخت تر ټولو پیاوړی وي چې، مېشتو خلکو ته په یوه سترګه وکتل شی، هېڅوک له هېچا لوړ یا تیټ ونه ګڼل شي.

غوره مشرتابه:

* مسئول، عادل او د خلکو په درد پوه مشران د ټولنې د یووالي لپاره بنسټیز رول لري.

په پای کې ویلی شو چې، ټولنیز یووالی او عامه ګډون د یوې بریالۍ ټولنې دوه اصلي ستنې دي.

یووالی د خلکو ترمنځ ګډ فکر رامنځته کوي او ګډون دغه ګډ فکر په عمل بدلوي. که یوه ټولنه په رښتیا غواړي د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور لاړه شي، نو باید دواړه اصلونه په خپل ژوند کې ځای کړي. هر وګړی، هره کورنۍ، هره اداره او هر مشر په دې برخه کې مسئولیت لري.