
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څلورمې ناحیې اړوند د تایمني په پروژه کې د حضرت یوسف (ع) جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې. دا جومات چې په ۸۰۰ متر مربع ځمکې کې د یوې تهکوي په ګډون په دوو پوړونو کې په اساسي توګه ډیزاین شوی دی، د جوړولو چارې به یې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې شي. تر دې وړاندې د یادې سیمې اوسېدونکو د لمانځه اداء کولو لپاره مناسب ځای نه درلود چې، تر سروې وروسته یې د ډیزاین او جوړولو په اړه اقدام وشو. په دې جومات کې چې، په یو وخت کې د ۱۷۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، د اوداسه د ځای او تشنابونو جوړول، زرغونې سیمې، د فاضلاب څاه او نورې آسانتیاوې هم پکې شاملې دي. د یادونې وړ ده چې، د ا.ا.ا د مشرتابه د سپارښتې پر بنسټ کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې څو په بېلابېلو ناحیو کې پنځه محرابه جوماتونه جوړ کړي چې، تر اوسه د ۳ جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوې او د دوو نورو به د ژمي له موسم وروسته پیل شي


