الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اقتصادي برخو په پیاوړتیا کې د ځوانانو رول

عصمت الله"شګیوال"

 17412.jpg (5000 × 2200)

ځوانان د خپلې پوهې، انرژۍ او قوت پر بنسټ کولای شي د هېواد په اقتصادي برخو کې بدلون رامنځته او د ټولنې ننګونو ته حل لارې پیدا کړي، غربت کم کړي، دندې او فرصتونه رامنځته او د هېواد د تولیداتو کچه لوړه کړي. د اقتصادي پرمختګ په بهیر کې ځوانان باید ښکیل شي او فرصت ورته ورکړل شي څو خپل نظرونه شریک کړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي. ځوانان د هرې ټولنې تر ټولو ځواکمن او فعال قشر ګڼل کېږي. د یوه هېواد اقتصادي پیاوړتیا هغه وخت شوني ده چې، د ځوان نسل استعدادونه، فکري وړتیاوې او نوښتونه په سمه توګه وکارول شي. ځوان نسل د کار، تولید، ټکنالوژۍ، صنعت او سـوداګرۍ په برخو کې د مثبت بدلون او پرمختګ اصلي محرک دی. په معاصره نړۍ کې هغه هېوادونه چې د خپلو ځوانانو ظرفیتونه روزي او د هغوی د ګډون لپاره مناسب فـرصتونه برابـروي، د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لوړو درجو ته رسېدلي دي. خو برعکس، هغه ټولنې چې د ځوانانو ځواک نه کاروي، د بې‌کارۍ، فقر او ټولنیز رکود سره مخ کېږي. نو ځکه، د ځوانانو رول د اقتصادي برخو د پیاوړتیا لپاره نه یوازې مهم، بلکې حیاتي ارزښت لري.

د دوی علمـي روزنـه، مسـلکي مهارتونه او د نوښت روحيه کولای شي یو هېواد له اقتصادي پلوه له پرمختیایي پړاو څخه په ځان بسیاینې او سوکالۍ پړاو ته ورسوي.

د بېلګې په توګه:

مارک زوکربرګ د فیسبوک بنسټګر، چې په ۲۰۰۴م کال کې یوازې ۱۹ کلن ؤ، د هغه نوښت د نړۍ د اړیکو طرز بدل کړ. تر ۲۰۲۰م کال پورې فیسبوک نږدې ۶۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او تر ۲۰۲۵م کال پورې د زاکربرګ شتمني شاوخوا ۲۷۰ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه. ایلان ماسک د تیسلا بنسټګر، په ۲۰۰۲–۲۰۰۳ کې د ۳۰ کلنۍ په عمر خپلې کمپنۍ په کار واچولې، چې د بریښنایي موټرو او فضا ته د راکټ جوړونې په صنعت کې یې یو ستر انقلاب رامنځته کړ. تر ۲۰۲۳م کال پورې په ټیسلا کمپنۍ کې له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو کسـانو کـارکاوه او د بـریښنایي وسایلو۴۰ سلنه نړیوال بازار یې په خپل واک کې راوست.

وانګ زیلونګ: په چین کې یې پانګونه وکړه او د ۲۴ کلنۍ په عمر یې د میلیاردونو ډالرو شتمني جوړه کړه.

تر ۲۰۲۵م کال پورې د هغه شتمني ۱.۰۷ میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، چې د چین د کیمیاوي موادو او رنګ جوړونې په صادراتو کې مهم استازی شو.

دغه بېلګې ښيي چې، ځوانان نه یوازې د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکوي، بلکې د نړۍ په اقتصادي ډګر کې هم بدلون راوستلی شي.

پایله:

ځوانان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه نه ‌بدلېدونکی ځواک ګڼل کېږي.

هغه هېوادونه چې د ځوانانو فکر، مهارت او ځواک ته ارزښت ورکوي، ژر د پرمختګ پړاو ته رسيږي.

په افغانستان کې هم باید د ځوانانو اقتصادي ونډه پراخه شي، تر څو هېـواد د فقـر، بې‌کـارۍ او له اقتصادي کمزورتیا څخه خلاصون ومومي او د دوامدار پرمختګ پر لور ګام واخلي.