الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ۱۲۰ جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وشو

22 قوس 1404

 17416.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ، له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي کمیسیون تر پرېکړې وروسته، د پنځمې ناحیې اړوند په ریګرېشن سیمه کې د ۱۲۰ جریبه  غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په اړه اقدام وکړ. د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د پرلپسې خبرتیاوو وروسته په یاده ځمکه کې د غاصبانو له خوا جوړ شوي یو شمېر ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول او د پاتې نورو د پاکولو لړۍ روانه ده. ټاکل شوې ده دا سیمه په بشپړه توګه پاکه او د کابل ښاروالۍ د پراختیايي پلانونو د پلي کولو لپاره چمتو شي. یاده ځمکه په تېره اداره کې د یو شمېر اشخاصو له خوا په بېلابېلو پلمو غصب شوې وه. کابل ښاروالۍ  دغصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې بیاوړې اراده لري او د ښار په کچه د ځمکو د غصب مواردو ته په جدي توګه رسېدنه کوي