په دولسمه ناحیه کې د اوبو د ښه مدیریت په موخه، د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي سره د قلعه شانان د کانال جوړولو چارې د ۲۵۰ زره امریکايي دالرو په لګښت، د هبیتات دفترپه مرسته پیل شوې. یاد کانال په اوسپنیز او کانکریټي ډول د روان کال په بهیرکې جوړیږي، چې په جوړیدو سره به ېې په یاده سیمه کې د ځمکې پرمخ د اوبو ستونزه له منځه ولاړه شي او شته اوبه به د همدې کانال په مټ د کابل سیند ته لاره پیدا کړي او ترڅنګ به ېې په سیمه کې د سړکونو د ژر خرابیدو مخه هم ونیول شي.