الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 66.20 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د غازي لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې روانې دي

22 قوس 1404

 17424.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۳۳۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۴ مترو په لوړوالي د درېیمې ناحیې اړوند د غازي لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې په اساسي توګه بشپړې شي. دا په داسې حال کې ده چې، له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي ( میرویس میدان) پورې د سړک د پراختیا له امله د یادې لېسې د احاطې مخکینی دېوال ړنګ شوی وو چې، د ریاست الوزراء مقام د حکم پر بنسټ یې کابل ښاروالۍ د جوړولو په اړه اقدام وکړ. دا پروژه د ښاري زیربناوو د ښه والي او د ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ د ملاتړ څرګندونه کوي