د چهار شنبه ورځ د ۱۳۹۸کال دغبرګولی میاشتي په لومړي نیټه د نهمې ناحیې اړوند خواجه رواش د لسم ګذر سړک جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ تشویقي پروژو له لارې د هبیتات دفتر( ښار د ټولو لپاره ) پروګرام په مرسته پيل شوي. یاد سړک 1197 متره اوږدوالي لري چې د لښتیو او اوسپنیزکانکریټي پلچکونو رغول هم پکې شامل دي، او د ۶میاشتو په موده کې به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي. دا پروژه په ټولیزه توګه 97568 امریکایی ډالر لګښت لري، چې 23 % یی د خلګو له خوا ورکول کیږي.
د خواجه رواش لسم ګذر سړک جوړولو چارې پيل شوي
4 جوزا 1398