الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوي رییسان وګمارل شول

6 جوزا 1398

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ولسمشرۍ مانۍ په منظوري، شفیق الله روغمل په لومړي بست کې د پالیسي، پلان، نظارت او ارزونې رییس په توګه او صدیق الله عمرزی په دویم رتبه بست کې، د کابل ښاروالۍ د سپارښتنو د تعقیب او ام ای ایس رییس په توګه تیره ورځ د روان کال د غبرګولی میاشتي په ۵مه نیټه تر ګمارلو وروسته، د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکی سرفراز له لوری خپلو همکارانو ته ور وپيژاندل شول. کابل ښاروال د نوی رییسانو پيژندنې په غونډه کې د خبرو په همال وویل: کابل ښاروالۍ د هغې ادارې په لور روانه ده، چې منظم او نوي تشکیلاتي جوړښت به ولري او د ښاریانو خدمتونو ته به ځواب ویونکي وي. د یادونې وړ ده چې ښاغلي روغمل د اقتصاد او عامه ادارې په برخه کې، د ماستري ترکچې زدکړي لری، په دولتي او خصوصي ادارو کې له ۸کلنو څخه ډیره کاري تجربه لری. همدا ډول ښاغلي عمرزي په کمپيوټر ساینس او کمپيوټر آپلکیش برخه کې د ماسترې ترکچې زدکړي لري، چې په بیلا بیلو دولتي او خصوصي ادارو کې له ۶کلنو څخه ډیره کاری تجربه لری.