
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ یوه پلاوي، د کابل ښاروالۍ او ښاریانو مرستې سمنګان ولایت ته ولېږدولې او د یاد ولایت د عالمانو شورا رئیس او له زلزله ځپلو سره د مرستو راټولولو کمېټې مسئول شیخ محراب الدین عرفان ته په رسمي توګه وسپارل شوې.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي ؤ، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده او په سختو شرایطو کې یې مرسته کول د ټولو ملي، دیني او انساني دنده وبلله. نوموړي ټینګار وکړ چې، کابل ښاروالۍ، ښاریان او اړوند بنسټونه د زلزله ځپلو کورنیو ترڅنګ ولاړ دي.
ورته مهال د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده خبرې وړکړې او ویې ویل: په دغو مرستو کې یو میلیون افغانۍ او ۱۶۰۰ امریکايي ډالر شامل دي چې د سمنګان ولایت د وروستۍ زلزلې له امله په اړمنو او زیانمنو شویو کورنیو به ووېشل شي.
همدا راز د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې، دا مرستې د ملي یوالي او له اړمنو هېوادوالو سره د خواخوږۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د ژمنتیا ښکارندويي کوي.
د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم کابل ښاروالۍ او ښاریانو د هرات، نیمروز، ننګرهار او کونړ ولایتونو له زلزله ځپلو او په بغلان ولایت کې له سیلاب ځپلو سره ورته مرستې کړې او یادو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د سمنګان ولایت له زلزله ځپلو سره د کابل ښاروالۍ او ښاریانو نغدي مرستې یاد ولایت ته ولېږدول شوې
1 جدی 1404


