د یوولسمې ناحیې اړوند، اتفاق غونډي ۲۳ او ۲۵ګذر او د خیرخانې لومړی حصې غونډي کې، د دوه سړکونو جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ تشویقي پروګرام له لارې د هبیتات دفتر(ښار د ټولو لپاره) برنامې په مرسته پيل شوی. یاد سړکونه شاوخوا یو کیلومتر اوږدوالي لري، چې د لښتیو او اوسپنیزکانکریټي پلچکونو رغول هم پکې شامل دی، چې د شپږ میاشتو په اوږدو کې ګټي اخیستنې ته سپارل کیږي. یاده پروژه په ټولیزه توګه سل زره امریکايي ډالره لږښت لری، چې ۲۵سلنه یې د خلګوګډون له لارې ورکول کیږي.