
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د شینه د نارینوو لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
دا دېوال ۱۵۰ متره اوږدوالی او ۲ متره لوړوالی لري چې، د تخنیکي معیارونو مطابق به یې چارې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده چې، د یادې لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې د ریاست الورزاء مقام د لارښوونې پر بنسټ ترسره کېږي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د یادې لېسې زده کوونکو ته خوندي ښوونیز چاپېریال رامنځته شي چې، دا کار له تعلیمي بنسټونو څخه د ملاتړ په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د شینه د نارینوو لېسې د احاطې دېوال د جوړولو چارې روانې دي
1 جدی 1404


