الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شهرنو پارک د جوړولو چارې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې پیل شوې

2 جدی 1404


د کابل ښاروالۍ له لوري د شهرنو پارک د اساسي بیارغونې او جوړولو چارېد د عامه او خصوصي مشارکت د پروژې په چوکاټ کې د ( ۱٫۹۰۴۰۲۸۲۹۴ یو میلیارد، ۹۰۴ میلیونه، ۲۸ زره ۲۹۴) افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د شهرنو پارک په ۹۰۶۶۳ متر مربع ځمکه کې د کابل ښار یو له مهمو او پخوانیو تفریحي پارکونو څخه شمېرل کېږي چې، د معیاري امکاناتو د نشتون او د زیربناوو د لمنځه تلو له امله یې اساسي بیارغونې ته اړتیا درلوده.
د دې پارک د بیارغونې د پلان پر بنسټ به په ۱۲۹۸۸ متر مربع ځمکه کې چې د پارک ۱۴.۳۲ سلنه تشکیلوي یو شمېر سوداګریز او خدماتي تاسیسات(لوړپوړیز سوداګریز مارکېټ، ترځمکې لاندې مارکېټ، د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ، تفریحي ځایونه، رستورانتونه، جومات، د لامبو وهلو حوض، د وسایطو پارکینګ، ورزشي او فرهنګي سیمې او د فاتحې ویلو صالون) د نړیوالو معیارونو له مخې د ۳ کلونو په موده کې جوړ شي.
همدا راز ۶۸۲۱۸ متر مربع نوره سیمه د زینتي بوټو او نیالګیو د کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلي او آزادو تفریحي امکاناتو (ورزشي کمپلکس، کوچني ژوبڼ، آبي پارک، ګلخانې، د هنر او فرهنګ ګالرۍ او سونا) ته ځانګړې شوې ده.
د دې سربېربه په یاد پارک کې د ۹۴۵۶ متر مربع په اندازه پلې لارې هم په اساسي توګه بیاورغول شي.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پارک عمومي برخو کې ښاریان په وړیا توګه لاس رسی ولري او همدا راز د شهرنو پارک به په یوه مناسب او خوندي تفریحي ځای بدل شي.
همدا راز د قرارداد د مادو له مخې؛ شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ، او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نه لري.
د مالي مډل له مخې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي دي چې، په دې موده کې به له سوداګریزو تاسیساتو څخه ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته د ننه کېږي.