الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پُل سوخته - دارالامان سړک په اوږدو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزه هواره شوه

2 جدی 1404


د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو د شپږمې ناحیې اړوند د پُل سوخته – دارالامان سړک په اوږدو کې د وروستیو ورښتونو له امله رامنځته شوې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې د هوارولو په اړه چټک اقدام وکړ.
د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل چې، د یاد ریاست کارکوونکو د تخنیکي ماشینرۍ په وسیله هڅه وکړه څو یاده ستونزه هرڅه ژر په بنسټیزه توګه هواره کړي.
د نوموړي په وینا؛ د وروستیو ورښتونو له امله د یاد سړک په اوږدو کې یو شمېر لښتي او کانالونه بند شوي وو چې، تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته یې د پاکولو او خلاصولو په اړه اقدام وشو.