الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا وستایل شو

2 جدی 1404

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ښاري ماستر پلان د پلي کېدو، ښاري خدمتونو د ښه والي، معیاري آبادۍ، د ښار ښکلا، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخو کې د ارزښتناکو خدمتونو او غوره مدیریت له امله، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه له خوا وستایل شو.
په هغه ستاینغونډه کې چې له همدی امله جوړه شوې وه، سید کریم هاشمي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس او د مدیره پلاوي غړو د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، د ښار د پرمختیایي پلانونو او اقتصادي ودې په برخه کې به خپلې مرستې پراخې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې کابل ښاروال د خپلو راتلونکو برنامو او پلانونو د تشریح کولو پر مهال وویل چې، کابل ښاروالۍ په پام کې لري د خصوصي کورني سکتور په مرسته یو شمېر سوداګریز مارکیټونه په معیاري او اساسي ډول جوړ کړي، څو په ښار کې دوامدارې اقتصادي ودې او خوندي پانګونې ته زمینه برابره شي.
کابل ښاروال زیاته کړه، کابل ښاروالۍ به د خصوصي سکتور د ملاتړ او د پانګونو د جذب لپاره اړینې آسانتیاوې هم برابرې کړي.
همدا راز نوموړي د متوازنې پراختیا پر اصل ټینګار وکړ، ځان یې د خلکو خدمتګار وباله او زیاته یې کړه چې، د ښاریانو ملاتړ او د ادارو همکاري د پرمختیایي پلانونو په بریا او د کابل ښار په دوامداره وده کې مهم رول لري.