
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي «عثماني» په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د پنځمې، اوومې، یوولسمې، دولسمې، پنځلسمې، یوویشتمې او دوه ویشتمې ناحیو له خوا ورپېژندل شوي کسان په دقیق ډول و ارزول شول او هغه کسان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې؛ د کمېټې له خوا د تائید وړ وګرځېدل چې، د وروستۍ منظورۍ لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي.
یاده کمېټه د سیمې د اوسېدونکو له خوا ور پېژندل شوي کسان د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ ارزوي او د ښاروالۍ د مشرتابه تر تائید وروسته به هغوی د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له لارې د وکالت مهر تر لاسه کړي او اړوندو ناحیو ته به ور وپېژندل شي.
د یادونې وړ ده چې، وړ، ژمن او مسئول کسان چې د ټولنیزو او ښاري چارو د پرمخ بېولو وړتیا ولري د ګذر وکیل په توګه ټاکل کېږي.
د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه
2 جدی 1404


