په ښارونو کې د هوا د ککړتیا لاملونه او د حل لارې چارې
“ناصري”

د پرمختګونو په نننۍ نړۍ کې د چاپېریال خوندي ساتنه یوه مهمه موضوع ده چې، لا هڅو او پرمختګونو ته اړتیا لري.
سره له دې چې انساني ژوند په ډېری برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خوتر اوسه هم د چاپېریالي او اقلیمي بحرانونو په برخه کې ډېری ستونزې شته دي، چې د ځمکې د کرې پر سر ژوند ته یو ستر ګواښ بلل کېږي.
د نړۍ چاپېریال د اقلیمي بدلونونو، د ځمکې د تودوخې، د هوا د ککړتیا او سېلابونو له امله په اوسنیو شرایطو کې له بل هر وخت څخه ډېر تر ګواښ لاندې دی.
د هواککړتیا د نړۍ په کچه د مړیني د څلورم لامل په توګه پېژندل شوې ده چې، هر کال په منځنۍ کچه د نږدې۵،۵ میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
دهوا د ککړتیا ستونزه یوازې زموږ په هېواد کې نه، بلکه د یوې نړیوالې ستونزې په څېر پېژندل شوې ده.
د نړیوال بانک د کلني راپور پر بنسټ هر کال کابو۸.۲ میلیونه انسانان له بېلا بېلو جامدو سون توکو لکه، د ډبرو سکارو او لرګیو څخه د پخلي او د ځان د تودولو په موخه، ګټه پورته کوي چې د همدغه توکو کارونه د هوا او چاپېریال د ککړتیا سترلامل ګڼل کېږي.
د هوا ککړتیا څه شی دی؟
په هوا کې د اضافي ذراتو شتون د هوا ککړتیا ګڼل کیږي، چې دغه ذرات د انساني فعالیتونو په ترڅ کې تولیدیږي. په هوا کې هر ډول کیمیاوي، فزیکي او بیولوژیکي بدلونونه کولای شي د هوا د ککړتیا لامل وګرځي. د هوا د ککړتیا اصلي عوامل بېلابېل ډولونه لري او هر کله چې مضره ګازات، ګرد، دوړې او کیمیاوي توکي فضاء ته آزاد شي، د هوا د ککړتیا لامل ګرځي، دغه حالت د انسانانو، بوټو او ژویو ژوند د راز راز ګواښونو سره مخ کوي.
د هوا ککړتیا ډېری وختونه د ژمې په موسم کې د غیر معیاري سون توکو لکه، د ډبرو سکرو، پلاستیکونو، ټـایرونو او ځینـو نورو توکو د ډېر استعمال له امله منځ ته راځي، چې د هوا همدغه ککړتیا یوازې په کابل کې هر کال د زرګونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
په ښارونو کې د نفوسو ډېروالی، د نقلیه وسایطو ډېرښت، د کثافاتو د لمنځه وړلو لپاره د امکاناتو نه شتون، په فابریکو کې له دود لرونکو توکو څخه ګټه اخیستنه، د خښتو بټۍ او نانوایي، د خلکو نه پوهاوی او په ښارونو کې د زرغونو سیمو کمښت په افغانستان کې د هوا دککړتیا اصلي عوامل ګڼل شوي دي.
د هوا د ککړتیا لاملونه:
په غیر معیاري توګه د حمامونو، هوټــلونــو، داشونو او صــنعتي فابریکو جوړل، د هوا د ککړتیا له لاملونو څخه شمېرل کېږي.
د ککړتیا ډولونه:
په عمومي ډول ککړتیا په دوه ډوله ده:
۱- لمړنۍ (ابتدایي) ککړتیا: په لومړنۍ ککړتیا کې ککړونکي توکي په مستقیم ډول د ککړتیا لامل ګرځي.
۲- دویمه ککړتیا: په دغه ډول ککړتیا کې ککړونکې توکې په فضا کې له یو شمېر تعاملاتو څخه وروسته د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.
په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه:
- د غیر معیاري توکو (بې کیفیته نفت، ډبرو سکرو، د ټایرونو او پلاستیکونو) سوځول.
- د کانالیزاسیون د منظم سیستم نشتون.
- د زرغونو سیمو کمښت او نشتون او په ډېری زرغونو سیمو کې د ودانیو جوړول.
- د هوا د ککړتیا د مخنیوی په برخه کې د خلکو نه همکاري.
- د کثافاتو د تولید ډېروالی او له هغو څخه د بیا ځلې ګټې اخیستنې د کارخونو کمښت.
د هوا د ککړتیا څخه د مخنیوي لارې چارې:
عامه پوهاوی: دا چې د افغانستان ډیری وګړي له علمي اړخه د هوا د ککړتیا په اړه کافي معلومات نه لري نو تر ټولو د مخه اړتیا ده چې د رسنیو، د جوماتونو د خطیبانو د خطبو او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې خلکو ته د پاکې هوا ګټې، د ککړې هوا زیانونه او همدا راز د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مسئولیت احساس باید په ګوته شي. دا هغه څه دي چې، کابل ښاروالۍ په دې برخه کې د عامه پوهاوي بې شمېره برنامې د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ترسره کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
د بیا ځلې ګټه اخیستونکو انرژیکي سرچینو څخه ګټه اخیستنه:
د بیا ځلې ګټه اخیستونکو سرچینو لکه، د اوبو انرژي، لمریزه انرژي، بادي انرژي او ورته نورو برخو څخه ګټه اخیستنه، د دې لامل ګرځي چې، تر ډېره حده د هوا او چاپېریال د ککړتیا مخه ونیسي.
د خلـکو لــه خــوا د ښـار او چاپېریال د پاکوالي په موخه، د دودیزو حشرونو ترسره کول:
د ښار او چاپېریال ساتنې په برخه کې د دودیزو حشرونو ترسره کول، د خلکو مسئولیت دی، ځکه دا کار د ښار او هوا په پاکوالي کې ستر رول لوبولی شي.
د رسنیو له خوا د چاپېریال ساتنې په اړه د ځانګړو برنامو نشرول:
لکه څرنګه چې تولو ته څرګنده ده، رسنۍ د یوه هېواد د یوه لوی څړنیز مرکز په توګه خپله ستره دنده ترسره کوي، له همدې امله په عامه پوهاوي کې د رسنیو رول ډېر ارزښتناکه ګڼل کیږي. د یادو خپرونو له لارې خلکو ته د ښار او چاپېریال د ککړتیا زیانونه او د پاک چاپېریال ګټو په ګوته کول، د دې لامل ګرځي چې، خلک د خپل ښار او چاپېریال په ساتنه کې خپل مسئولیت ترسره کړي.
د زرغونو سیمو ډېروالی:
خلک او نورې اړونده حکومتي ادارې باید د هوا د پاکوالي په موخه، په ټولو خالي ځمکو کې نیالګي کېنوي تر څو د هوا د ککړتیا مخنیوی وشي.
خو دا باید هېره نکړو چې، کابل ښاروالۍ د وروستیو څه باندې څلور کلونو په بهیر کې د ښار، چاپېریال او هوا د پاکوالي په موخه، بېساري کارونه تر سره کړي او دغه لړۍ اوس هم د ښار په بېلابېلو برخو کې روانه ده.
خو اوس ښاریانو ته هم په کار ده چې، د خپل ښار او خپل چاپېریال د پاکولو، خپله او د نورو خلکو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه دې د زرغونو سیمو په پراختیا کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي او خپل دیني او ملي مسئولیت دې اداء کړي.