شاه محمود “درویش”

په ځمکني ټرانزیټ کې د اوسپنې د پټلۍ پراختیا په حقیقت کې ګڼې اقتصادي ګټې او ځانګړی اهمیت لري. له نېکه مرغه افغانستان هم
اوس مهال د اوسپنی د درېیو پټلیو درلودونکی هېواد دی، چې یوه یې د ازبکستان او بلخ ترمنځ، بله پټلۍ د ترکمنستان او تورغونډۍ ترمنځ او بـله یې هـم هـرات – خـواف (افغانستان – ایران) ترمنځ د ریل پټلۍ ده، چې پر درې واړو عملاً د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ترسره کېږي. د افغانستان د اسلامي امارت اړوندو ادارو د هڅو په بهیر کې د سیمی له هېوادونو سره د ریل پټلۍ له لارې د سـوداګریزو اړیکو د ټینګولو پر مهال ویل شوي چې؛ افغانســتان دمګــړۍ لــه اوو هېوادونو سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی دی، چې دا مهال په مســتقیم ډول افغانستان د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې له ازبکستان، د اقینې او تور غونډۍ رېل پټلۍ له لارې له ترکمنستان او د خــواف – هرات اوســپنې پټلۍ له لارې له ایران او په غیر مستقیم ډول له چین، ترکیې، روسیې او قزاقستان سره نښلول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اوســپنې پټلۍ له لارې ونښلوي، چــې دې برخه کې څــو پروژې پلې شوي او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي او دا چاره واقعاً د اوسپنې پټلۍ د شبکو پراختیا او بیارغونې ته د اسلامي امارت اړوندو مسئولو ادارو ځانګړې پاملرنه بلل کېږي.
لـه هـمدې املـه د افغانسـتان جغرافیوي موقعیت ته په کتو دغه هېواد د نړۍ په کچه په وچې پورې د تړلو هېوادونو په نوملړ کې شامل دی، ځکه چې سمندر ته په مستقیم ډول لاره نه لري او د ځمکني ټرانزیټ له اړخه هم د وسپنې پټلۍ د جوړیدو له پلوه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره تړل ورته خورا ډېر ارزښتناک دی. له بلې خوا د اوسپنې پټلۍ د هېواد د کمزوري اقتصاد په وده او پراختیا کې هم خورا ډیر اهمیت لري.
هېره دې نه وي چې، افغانستان اوس مهال د اوسپنی د درېیو پټلیو درلودونکی هېواد دی. خو دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې، افغانستان اوس مهال په کمه اندازه د ریل پټلۍ په درلودو سره په سیمه کې هغه هېواد بلل کېږي چې ترټولو کم د ریل خط / کرښه یا پټلۍ لري.
د افغانستان ټرانزیټي او ترانسپورتي ستونزو ته په کتو د ریل پټلۍ د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ډیره مهمه ده، ځکه د اوسپنې پټلۍ د سیمې له هېوادونو سره د ټرانزیټي نښلیدو ترڅنګ له اقتصادي او امنیتي پلوه هم خورا ډیر اهمیت لري.
په افغانستان کې د اوسپنی پټلیو او لارو جوړولو موضوع د لومړی ځل لپاره په (۱۸۷۹) زیږدیز کال کې د بریتانویانو له خوا مطرح شوه، خو له هغې وروسته دا چاره د بېلا بېلو ستونزو له امله په هېواد کې ځنډیدلې ده. خو په دې وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ جوړولو او د سیمې له هېوادونو سره یې نښلولوته یو څه پاملرنه وراوښتې ده. له شک پرته چې د افغانستان ټرانزیټی او ترانسپورتي ستونزو ته په کتو د ریل پټلۍ هره پروژه د هېواد داقتصادي ودې لپاره ډېره مهمه ده.
په واقعیت سره چې په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د غځولو هره پروژه هم د سیمې له هېوادونو سره د ټرانزیټي نښلېدو ترڅنګ، له اقتصادي او امنیتي پلوه هم خورا ډېر اهمیت لري. نو افغان پتمن ولس هم هر هغه خوځښت او نوښت ته چې، پایله یې د افغانستان د اقتصادي ودې، د امنیت ټینګښت او د ښه پرمختګ لامل شي، د قدر په سترګو ګوري او د زړه له کومې یې ستایي. په دې هیله چې د ریل پټلۍ له لارې لا هم افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ونښلول شي، ځکه دا کار سره له دې چې د افغانستان په ګډون د سیمې د هېوادونو د خلکو د نږدیوالي لامل کېږي، ترڅنګ یې اړوند هېوادونه او هم یې اوسېدونکې ترې په هر اړخیز ډول اقتصادي ګټې ترلاسه کوي.
نو پاک الله(ج) دې په خپل رحم او کرم سره په افغانستان کې شته سوله او ثبات تلپاتې شي، تر هغو چې افغانان په خپل پلرني ټاټوبی ګران افغانستان کې د هوسا او بسیا ژوند لرونکي او په هېواد کې له شته هر اړخیزو ستونزو څخه چی، نن سبا ورسره لاس او ګریوان دي د تل له پاره وژغورل شي او ورځ تربلې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په بېلابېلو برخـو کې د دوی سـوداګـریزې راکړې ورکړې لاپسې ټینګې او پراخې شي، چې له امله یې په سیمه ییزه کچه په بشپړه توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته هم ورسېږي.
ځمکني ټرانزیټ کې د اوسپنې د پټلۍ پراختیا، ګڼې اقتصادي ګټې لري


