“عزیزي”

بایسکل یوه آسانه، ارزانه او ساده ترانسپورتي وسیله ده چې، د انسان وجود سالم ساتي او ترڅنګ یې د غږیزې ککړتیا د کمښت او د هوا
او چاپېریال د پاک ساتلو په برخه کې مهم رول لوبوي.
د نړۍ د پرمختللو ښارونو وګړي له بایسکل څخه د ورځني تګ راتګ، ورزش او تفریح لپاره ګټه اخلي او دا کار په پوره هوښیارتوب د خپل وجود د روغتیا او د ټولنې د سلامتیا په موخه ترسره کوي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې، کابل د څه باندې ۶ میلیونه نفوس په درلودلو سره یو له هغو ښارونو دی چې، د چاپېریال له ککړتیا سره لاس او ګرېوان دی او هر کال د ژمي په موسم کې دا ستونزه ډېرېږي.
یاده اداره وایي چې، د کابل په ښار او ولسـوالیو کې د صنعتي فابریکو ترڅنګ، نانوایيګانې، حمـامونه، د خښتو بټۍ او ګڼ شـمېر کوچني او لوی موټر فعالیت لري چې د هوا او چاپېریال د ککړتیا لامل شوي دي.
د چاپېریال او هوا د ککړتیا د نورو لاملونو ترڅنګ، د ترانسپورتي وسایلو په ځانګړې توګه د موټرو ډېرښت هم یو عمده لامل ګڼل کېږي، خو د دې کار د مخنیوي لپاره د بایسکل چلولو کلتور دودول یوه غوره لاره ده چې، وکولای شو د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه مخنیوی وکړو ځکه، بایسکل د لوګي او ګرد په نه تولیدلو سره د انسان روغتیا ته ګټه رسوي او په چاپېریال مثبتې اغېزې کوي.
د دې ترڅنګ د بایسکل چلول، ځیني نورې عمده او مهمې ګټې هم لري چې، په لاندې توګه یې درسره شریکوو:
۱- روغتیايي ګټې:
بایسکل چلول د فزیکي فعالیت یوه غوره لار ده چې، د زړه، وینې جریان، هډوکو او عضلو د پیاوړتیا لامل کېږي. همدا راز د وزن د کنټرول او د کالوري د سوځېدو لپاره ګټور دی او د شکر، لوړ فشار، زړه ناروغیو او مفصلونو د درد مخه نیسي.
روغتیا پوهان په دې باور دي چې، انسان باید په اوونۍ کې درې ورځې نیم ساعت تمرین وکړي، خو که دا تمرین د بایسکل په واسطه ترسره شي، د سرطان مخه نیولی شي او زموږ په بدن کې به د سرطان ناروغۍ د رامنځته کېدلو ګواښ کم کړي.
همدا راز د روان پوهانو په باور، له بایسکل څخه ګټه اخیستنه رواني فشار او خپګان کموي، د خوشحالۍ هورمونونو په پیاوړتیا او هیښولو کې مهمه دنده ترسره کوي او د خوب کیفیت ښه کوي او ذهني تمرکز لوړوي.
۲- اقتصادي ګټې:
بایسکل یوه ارزانه ترانسپورتي وسیله ده چې، کاروونکي یې د تېلو، موټر، ټکسي او عامه ترانسپورت د لګښت پر ځای، یوازې یو ځل پانګونه کوي او کلونه ترې ګټه اخلي. د نورو ترانسپورتي وسایلو په پرتله د بایسکل د ترمیم لګښت کم دی او د وجود په سالم ساتلو سره د درملو لګښت هم سپما کوي.
۳- چاپېریالي ګټې:
بایسکل هېڅ ډول تیل او نوره انرژي نه مصرفوي او په دې توګه هېڅ ډول ککړونکي ګازونه نه تولیدوي. همدا راز د غږ په نه درلودلو سره د هوا ککړتیا، غږیزه ککړتیا او د ترافیکي ګډوډۍ کچه راکموي.
بایسکل هېڅ ډول کاربن ډای اکساید، نایتروجن یا سلفر ګازونه نه تولیدوي. هر ځل چې یو څوک بایسکل وکاروي، د موټرو ځای نیسي او د زرګونو ګرامو ککړونکو ګازونو له خپرېدو مخنیوی کوي.
۴- ټولنیزې ګټې:
بایسکل یوازې د فزیکي تمرین یا ترانسپورت وسیله نه ده، بلکې یوه داسې اغېزناکه لاره ده چې، د ټولنې په روغتیا، چاپېریال، اقتصاد او د خلکو ترمنځ په اړیکو مثبت اغېز کوي.
همدا راز کله چې خلک په بایسکل سفر کوي، یو له بل سره مستقیم تعامل پیدا کوي چې، دا کار د ټولنیزو اړیکو د پراخېدو، باور او تفاهم د زیاتېدو لامل کېږي او د ټولنې د یووالي احساس پیاوړی کوي.
د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په هغه پرېکړه لیک کې چې، د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه، ترانسپورټ سیسټم کې د پایدارې پراختیا لپاره د بایسکل چلونې ادغام تصویب شو، داسې راغلي: بایسکل د پایداره ترانسپورټ یوه وسیله ده چې پر هوا مثبت اغېز لري.
د همدې اهمیت په پام کې نیولو سره په کابل ښار کې د بایسکل پلورلو بازار هم د پخوا په پرتله ښه شوی او خلک په ښار کې د تګ راتګ په موخه بایسکلونه پیري.
که چېرې په کابل ښار کې له بایسکل څخه ګټه اخیستل له دې هم ډېر شي، دا کار به د پاکې هوا په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او ښاریان به له غږیزې ککړتیا څخه نه کړېږي.
بایسکل نه یوازې زموږ لپاره، بلکې د ټولنې، چاپېریال او راتلونکي نسل لپاره هم یو هوښیار، روغتیايي او اقتصادي انتخاب دی څو وکولای شو پاک، روغ او منظم ښار ولرو.
بایسکل چلول؛ د روغتیا، سپما او د ککړتیا د کمښت پر لور مثبت ګام


