الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

سوړ ژمی او تودې کیسې

“دلسوز”

ژمی، د کال څلورم او تر ټولو سوړ خو له معنا او ښکلا څخه ډک فصل او الهي نعمت دی. ژمی هغه موسم دی چې، طبیعت ته سپینه جامه ور اغوندي، د اوبو زېرمې پیاوړې کېږي، غرونه، دښتې او نور ځایونه د واورو له سپین ښایست څخه ډک وي. سړه هوا، لنډې ورځې، اوږدې شپې او د تنورونو تودې لمبې یې ځانګړتیاوې دي. ژمی د شاعر، لیکوال او متفکر الهام دی، خو همداراز د غریب، بې‌کوره او بې وزلي لپاره د سختې آزموینې فصل هم دی.
د ژمي ګټې:
ژمی د طبیعت د توازن یوه مهمه برخه ده. بارانونه او واورې د اوبو زېرمې جوړوي، چې د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د فصلونو، بڼونو او څارویو د اړتیاوو پوره کولو لپاره مهم رول لري. ژمی ځینې آفتونه له منځه وړي، میکروبونه کمزوري کوي او د ناروغیو مخه نیسي. د خوندورو خوړو موسم هم دی، ګرمه شوله، شیدې، چای، مغز لرونکي میوې، ګرم سوپونه او تود تنور او بخارۍ ته نږدې ناسته، له ژمي سره ځانګړی خوند لري.
ژمی د کورنیو د یووالي فصل دی. خلک د اوږدو شپو له امله له یو بل سره ډېر وخت تېروي، مشورې کوي، کیسې وایي او د یو بل له لیدو څخه خوند اخلي.
د ژمي ستونزې:
ژمی یوازې ښکلا نه ده؛ بلکې له ځان سره ستونزې هم لري. بې ‌وسه او اړمن خلک د ژمي له یخنۍ، ګرمو جامو او سون توکو له نشتوالي ځورېږي. واورې ځینې لارې بندوي، د تګ راتګ پر مهال ستونزې رامنځته کوي، ترافیکي پېښې زیاتېږي او بېلابېلې ناروغۍ لکه زکام، تبه، سینه بغل او د سړې هوا حساسیتونه زیاتوي.
په ټوله کې کارکوونکي او نور عادي خلک په تېره بې کوره د سړې هوا له امله له ستونزو سره مخ وي او د ژمي له سړې هوا سره د ژوند سخت امتحان ته داخلېږي.
د ناروغیو زیاتوالی:
په ژمي کې د هوا سړښت، د تنفسي ناروغیو، زکام، ټوخي او نورو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي. په دې سوړ فصل کې ډېری سپین ږیري او ماشومان تر ډیره له راز راز ناروغیو او ستونزو سره مخ کېږي. همداراز، فزیکي فعالیتونه کمېږي او د ډېرو خلکو په رواني حالت باندې منفي اغېزه کوي.
اقتصادي فشارونه:
په ژمي کې د تودوخې لپاره زیات لګښت ته اړتیا پیدا کېږي، ځکه په دې سوړ موسم کې د سون توکو، ګرمو جامو، درملو او نورو اړینو شیانو بیې لوړېږي، چې دا حالت بې وزله کورنۍ له سخت اقتصادي فشار سره مخ کوي.
پایله:
څنګه چې پورته هم وویل شول ژمی یو الهي نعمت دی خو که سم مدیریت شي. که چېرې دغه فصل له یوې خوا د طبیعت ښکلا او د ټولنیز یووالي فصل دی، له بلې خوا د زغـم، مـرستې او خواخوږۍ آزموینه هم ده.
باید هر انسان هڅه وکړي چې د ژمي له نعمتونو څخه سمه ګټه واخلي، خو هم مهاله له بې ‌وزله خلکو سره مرسته باید هم هېره نکړو، څو ژمی د ټولو لپاره د برکت، مهربانۍ، انساني احساس او له ستونزو څخه پاک فصل وي.