هوا ولې ککړېږي؟

آ.الکوزی
دا لیکنه د هوا د ککړتیا پر یوه جدي او ورځني ګواښ رڼـا اچـوي؛ هغه ګواښ چې زموږ روغتیـا، چاپېریال او راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي.
دلته د هوا د ککړتیا اصلي لاملونه، روغتیايي زیانونه او هغه لارې چارې بیان شوي چې، د حکومت او عامو خلکو په ګډو هڅو سره کېدای شي د دې وژونکي ګـواښ اغېـزه راکمه کړي او د پاکې هوا هیله ژوندۍ وساتي.
د بې کیفیته سوند توکو سوځول: ډېرې کورنۍ د تودوخې او پخلي لپاره حتی له پلاستیکي توکو څخه د سون لپاره ګټه اخلي.
صنعتي ګازونه: فابریکې او د خښتو بټۍ له زړو وسایلو څخه کار اخلي او زهرجن ککړونکي مواد هوا ته خوشې کوي.
دوړې او په ښارونو کې رغنیز فعالیتونه: خامه سړکونه او ودانیز کارونه ډېرې دوړې جوړوي چې دا بیا په ښاري سیمو کې د هوا د ذراتو ککړتیا کې لویه ونډه لري.
د ځنګلونو وهل او د ځمکې ویجاړول: د ونو پرېکول او د ځمکې ویجاړول د دوړو د زیاتوالي لامل کېږي.
د بوټو کمښت د هوا د طبیعي پاکولو پروسه زیانمنوي.
د کثافاتو سوځول: د کثافاتو، په ځانګړې توګه د پلاستیکونو سوځول زهرجن ګازونه تولیدوي.
طبیعي عوامل: وچ اقلیم او د دوړو توپانونه په طبیعي ډول د ککړتیا کچه لوړوي.
د افغانستان وچ اقلیم د هوا د ذراتو کچه زیاتوي.
نړیوال روغتیايي لارښود، هغه معیارونه او سپارښتنې دي چې، د نړیوال روغتیایي سازمان لخوا جوړ شوی دی.
هره ککړه ورځ زموږ د ژوند د کیفیت او د سږو د سالم فعالیت پر وړاندې پېچلی ګواښ دی.
د هوا ککړتیا د ګڼو ناروغیو لامل کېږي، ځینې مهم روغتیایي ګواښونه یې د یادونې وړ دي.
د بېلګې په توګه:
د زړه او تنفسي ناروغۍ: د هوا ککړتیا د زړه ناروغیو، فلج، د سږو ناروغۍ د رامنځته کېدو ګواښ په ډېره کچه زیاتوي، چې د ژوند پر کیفیت د پام وړ اغېز لري.
په سږو او زړه فشار زیاتوي: ککړه هوا د دې لامل کېږي چې، سږي او زړه د بدن د آکسیجن د برابرولو لپاره زیات کار وکړي، چې له امله یې اوږدمهاله زیانونه رامنځته کېږي.
د تنفسي سیسټم حجروي زیان: زیان رسوونکي مواد، لکه د ذراتو ککړتیا، په سږو کې التهاب او حجروي زیانونه رامنځته کوي او د هغوی فعالیت زیانمن کوي.
د سږو د کمزوري کېدو چټکتیا: د اوږدې مودې لپاره په ککړه هوا کې پاتې کېدل د سږو د زړېدو طبیعي پروسه چټکوي او د هغوی د آکسیجن د جذب وړتیا کموي.
د سږو ظرفیت او د فعالیت کمېدل: په دوامداره توګه د هوا له ککړتیا سره مخامخ کېدل د سږو فعالیت کموي او د هغوی اغېزمنتیا ته زیان رسوي، چې د ساه اخیستل ستونزمن کوي.
د اوږدمهاله ناروغیو رامنځته کېدل: د هوا ککړتیا د اوږد مهاله ناروغیو لکه، د سږو سرطان سره تړاو لري، چې ډېر ځورونکي دي.
د مړینې د کچې دېروالی: له دوامداره ککړتیا سره مخامخ کېدل، د وژونکو ناروغیو د ګواښ زیاتوالی رامنځته کوي، چې پایله کې د ککړو سیمو اوسېدونکو د ژوند موده کموي.
نړېوالو ادارو خبرداری ورکړی چې، د هوا ککړتیا هر کال میلیونونه انسانان وژني او په داسې ښارونو، لکه کابل کې روغتیايي ګواښ څو ځلي لوړېږي. خو عام خلک څه باید وکړي چې دغه ګواښونه لږ تر لږه را کم کړي…؟
د چارو پوهان وايي:
د هوا د ککړتیا اغېز کمولو لپاره اړینه ده چې، شخصي او ټولنیز اقدامات دواړه ترسره شي.
لکه:
د عامه ترانسپورت کارول: د شخصي وسایطو د کارونې کمښت او د عامه ترانسپورت، پلی تګ یا د بایسکل چلول تر یوې کچې پورې مرسته کوي.
په کور کې د انرژۍ سپما: د انرژۍ سپمونکي وسایل وکاروئ او ډاډ ترلاسه کړئ چې، بې ځایه څراغونه او برقي وسایل بند دي ترڅو د انرژۍ مصرف کم او د ککړتیا کچه راټیټه شي.
معیاري سون توکو کارول: په ژمي کې د تودوخې او پخلي لپاره پاک او معیاري سون توکي وکاروئ ترڅو د کور دننه او بهر د هوا ککړتیا کمه شي!
نوې انرژۍ څخه ګټه اخیستل:
د نويو انرژیو سرچینې لکه، لمریزه یا بادي انرژي د کورونو لپاره انتخاب کړئ، ترڅو د ککړو فوسیلي سون توکو سوځول را کم شي.
د وسایطو ښه ساتنه: ډاډ ترلاسه کړئ چې، وسایط په منظم ډول ساتل کېږي ترڅو د زیان رسوونکو ګازونو د تولید په کمښت کې مرسته وکړي.
کثافات نه سوځول: پلاستیکونه او نور کثافات باید و نه سوځول شي، ځکه چې دا زهرجن ګازونه هوا ته پورته کوي.
د نیالګيو کېنول: ونې او نیالګي په طبیعي توګه کاربن ډای اکسایډ او نور ککړوونکي مواد جذبوي، چې دا د هوا د کیفیت د ښه والي لپاره حیاتي دي.
په ښاري سیمو کې د زرغونو سیمو زیاتول د ککړتیا په کمښت کې مرسته کوي.
ولسي ملاتړ: د هغو سیاستونو، ادارو او هڅو ملاتړ وکړئ چې، په خپله ټولنه کې د هوا د ککړتیا کمولو ته ژمن دي.
د کثافاتو د غوره مدیریت او د پاکې انرژۍ ملاتړ وکړئ، په ځانګړې توګه له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړئ او لارښوونې یې عملي کړئ!
ککړه هوا د نورو ګڼو زیانونو ترڅنګ اقتصادي او ټولنیز زیانونه هم له ځانه سره لري، لکه:
د درملو او درملنې لګښتونه زیاتوي، د کار وړتیا کمېږي، ځکه چې خلک ناروغه کېږي، د ښار ښکلا او ګرځندوی ته زیان رسوي، تعلیمي او تحصیلي برخه زیانمنوي او …
د یادې ستونزې د حل لارو په هکله ګڼو کاروپوهانو په پر لپسې توګه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي دي، دوی وایي:
هغه لارې چې حکومت یې باید عملي کړي:
د سون توکو لپاره د واضح او عملي پالیسۍ جوړول.
د زړو موټرو تخنیکي معاینه لازمي کول.
د برېښنا د تولید سترې پروژې.
د هوا څارنې د سټېشنونو زیاتول او شفافو راپورونو خپرول.
د زرغونکمربند جوړول او د نیالګیو کېنول، یوه ستراتیژیکه اړتیا ده.
هغه لارې چارې چې خلک یې باید عملي کړي:
- د ټیټ کیفیت سون توکو پر ځای د بدیلو او لوړ کیفیت لرونکو توکو کارول.
- د خونو د هوا د بدلون (په مناسب وخت کې د دروازو او کړکیو پرانیستنه او خونو ته د لمر د وړانګو راتګ).
- له عامه ترانسپورټ او بایسکلونو څخه ګټه اخیستل.
د انرژۍ سپما
د کابل د هوا ککړتیا، د ښار د اوسېدونکو روغتیا، اقتصادي وضعیت، چاپېریال او ټولنیز ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د بې کیفیته سون توکو سوځول، زاړه وسایط، صنعتي فعالیتونه، دوړې، د ونو او زرغونو سیمو له منځه وړل او د کثافاتو سوځول، د دې ستونزې د رامنځته کېدو اصلي لاملـونه ګڼل کېږي. د نړیوال روغتیـایي سازمان لارښوونې څرګندوي چې، د هوا ککړتیا د زړه او سږو ناروغیو، اوږدمهاله تنفسي ستونزو او د ژوند د لنډېدو لامل کېږي.
د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره اړینه ده چې، هم حکومتونه او هم عام خلک ګډې هڅې وکړي. حکومتونه باید د انرژۍ پاکې سرچینې، د وسایطو منظم تخنیکي معاینه، د هوا څارنې سټېشنونه او د زرغونو کمربندونو جوړول عملي کړي. په ورته وخت کې، خلک کولی شي د عامه ترانسپورت کارول، پاک سون توکي، د انرژۍ سپما او د نیالګیو کېنول خپل عادت وګرځوي.
که چېرې خلک دا اقدامات په دوامداره توګه عملي کړي، نو د هوا کیفیت به ښه شي، د ناروغیو کچه به راټیټه او د کابل ښار اوسېدونکي به د پاکې او روغتیايي هوا څخه برخمن شي. په ټوله کې، د کابل ښار د هوا ککړتیا ستونزه یوازې د حکومت مسئولیت نه دی، بلکې د ټولنې ګډې هڅې او پوهه د دې ستونزې د حل اساسي لار ده.