د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3:50 ق-ظ
لمر راختل 5:00 ق-ظ
د ماسپښين آذان 1:00 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:50 ب-ظ
د ماښام آذان 7:00 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:00 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.91 افغانی
1 یورو 76.80 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.23 افغانی
1 کلدار 255 افغانی
1 هندی 850 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کوچنی اختر رارسیدو په خاطر تنظیفي حشر په لاره واچول شو

19 جوزا 1398

د کوچنی اختر رارسیدو په مناسبت د شنبه ورځ د روان کال د غبرګولی میاشتي په ۱۱مه نیټه د کابل ښاروالۍ له لوری د حج او اوقافو وزارت په مرسته د کابل ښار د جوماتونو او تکیه خانو انګړونو او شاوخوا سیمو کې تنظیفي حشر په لاره واچول شو. په دي حشر کې کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکی سرفراز د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین او سرپرست دکتور امین الدین مظفری، سر محقق فاضل شریفي د ټولنیزو او کلتوري چارو معین، د یادو ادارو په لسګونو نورو مسولینو ګډون درلود. کابل ښاروال په دي اړه وویل: د کابل ښاروالۍ وسایط او امکانات له مخکې نه په بیلا بیلو سیمو کې توظیف شوی ترڅو د یو ګډ کار په ترسره کولو سره په پاکوالي او نظافت کې چې د ایمان برخه ګڼل کیږي همدارنګه سمسورتیا چې دا هم په اسلام سپيڅلي دین کې ځانګړی ځای لری، خپله دیني او انساني وجیبه پرځاي کړو، دا کار له یوي خوا خپله دنده ګڼو او له بلي خوا د سپیڅلي اسلامي فرهنګ د پلي کولو لپاره به مو یو ګام پورته کړی وی. د یادونې وړ ده چې په یاد حشر کې د ناولتیاوو پاکولو،جارو کولو، د اودس ځایونو مینځلو، په شنو سیمو کې د ونو ښاخونو پریکولو او د ګلونو ایښودل شامل دي، چې په پایله کې به یې په مذهبي ځایونو او د ښار په اوږدو کې د پاکوالي شاهدان اوسو.