
د ښار د پاک ساتلو او ښاري ښکلا رامنځته کېدو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د پلیو لارو او عمومي سړکونو لپاره د ځانګړو کثافات دانیو د نصبولو چارې پیل شوې.
د جوړې شوې طرحې له مخې ټاکل شوې ده د ښار په بېلابېلو سیمو کې ۵۰۳۸ د وچو کثافاتو ( کاغذ، پلاستیک او بوتل) لپاره ځانګړې کثافات دانۍ او ۵۰ نورې کثافات دانۍ چې، د اوه متر مکعب کثافاتو د ځایولو وړتیا لري نصب شي.
همدا راز په ( دویمه، درېیمه، څلورمه پنځمه، لسمه، یولسمه او پنځلسمه) ناحیو کې د دوه زره کثافات دانیو د نصبولو لپاره ځایونه ټاکل شوي دي چې، اوس مهال د ۱۵۰۰ د نصبولو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، له دې کثافات دانیو څخه په ګټه اخیستلو، کثافات په سړکونو او لښتیو کې ونه غورځوي او د کابل ښاروالۍ له زیارکښه نارنجي اغوستونکو سره د ښار د پاکۍ په برخه کې همکار و اوسي.
د لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کثافات دانیو د نصبولو چارې پیل شوې
4 جدی 1404


