
د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تشکیل طرح، د ګمارل شوې کمېټې له هر اړخیزو ارزونو وروسته، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له خوا تأیید شوه او تر منظوری وروسته به تطبیق شي.
په دې غونډه کې چې د ښاروالۍ د مرستیالانو او د کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوې وه، کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، دا تائيد شوی تشکیل به د شته اړتیاوو په ځانګړې توګه د ظرفیت جوړونې او د ښاري خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې ډېر ګټور تمام شي.
نوموړي زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ اساسي موخه دا ده چې، دغه اداره د زیربنايي او ټولګټو پروژو په پلي کولو سره په یوې پرمختللې، منظمې او د اوسني وخت د اړتیاوو په پام کې نولو سره په یوې ځواب ویونکې ادارې بدله شي. د کابل ښاروال په وینا؛ دا موخه باید د کلتوري، تاریخي، اقتصادي، فني او تخنیکي ارزښتونو او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د ښاري پلانونو په پلي کولو سره تعقیب شي.
په پای کې ټینګار وشو چې، ټول ریاستونه مکلف دي څو په پوره همغږۍ د خپلو دندو د لایحو مطابق فعالیت وکړي او د کیفیت د ساتلو په موخه دې اوسنی تشکیل د جدي اړتیا په توګه په پام کې ونیول شي.
د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تشکیل طرحه تائید شوه
4 جدی 1404


