الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شپاړلسمه ناحیه کې د یوه کانال جوړولو چارې روانې دي

6 جدی 1404


د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت او سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د شپاړلسمې ناحیې اړوند د ملي بس تصدۍ له مخې څخه د کابل تر سیند پورې د کانال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
ټاکل شوې ده دا کانال د ۵۵۱ مترو په اوږدوالي، ۱.۱ مترو سور سره تر راتلونکو شلو ورځو پورې په معیاري توګه جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې، مخکې په یاده سیمه کې د کانال د نشتون له امله اوبه سړکونو ته راختلې او ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ښاریانو د اوبو ډنډ کېدو او ګڼې نورې چاپېریالي ستونزې هوارې شي.