
د کابل ښار د اقتصادي ودې او د سوداګریزو زیربناوو د پیاوړتیا په موخه په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کابل ښاروالۍ په چوکاټ کې د خصوصي سکټور په مرسته د عامه مشارکت کړنلارې له مخې د مارکېټونو او سوداګریزو تاسیساتو د جوړولو پروژې طرحه او پلې شوې دي. د یادو مارکېټونو په جوړېدو سره نه یوازې کاري فرصتونه رامنځته شوي بلکې ورسره جوخت کابل ښار اقتصادي وده کړې ده.
نوی خیرخواه مارکېټ، د منډوي د تیکې پلورلو( د منډوي د وریجو پخوانۍ مارکېټ) په ده افغانانو کې د حدیث مارکېټ، په هوټل پروان سیمه کې د درملو مارکېټ، په باغ قاضي سیمه کې د ارتزاقي توکو مارکېټ، د سبزي په مارکېټ کې هټۍ او سړه خونه ، د کارته نو په درېیم سړک کې مارکېټ، په سینما بهزاد سیمه کې د افغانستان د وچې میوې ځانګړی سوداګریز مارکېټ، او د سپاهي ګمنام چوک او پل خشتي سیمو ترمنځ تر ځمکې لاندې مارکېټ هغه تاسیسات او مارکېټونه دي چې، چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
همدا راز د فروشګاه په سیمه کې د ( سرو زرو او صرافۍ مارکېټ) په باغ قاضي سیمه کې د جلغوزیو سوداګریز مارکېټ، د خیرخانې د سینما په سیمه کې استوګنیز او سوداګریز مارکېټ او په شهرنو پارک کې سوداګریز مارکېټ د جوړېدو په حال کې دي.
له بلې خوا، په کارته نو تپه کې سوداګریز مارکېټ، جهان پارک ته څېرمه استوګنیز او سوداګریز مارکېټ، د کارته نو په درېیم سړک کې مارکېټ، د کارته نو په څلورم سړک کې سوداګریز مارکېټ، د منډوي د بیلر په کوڅه کې مارکېټ، د سرای شمالي سیمه په سرای چقرک کې ګډ استوګنیز او سوداګریز مارکېټ، په سینما آریانا سیمه کې مارکېټ او په بګرامیو کې ګډ استوګنیز او سوداګریز مارکېټ د کابل ښاروالۍ د ودانیز جواز د تحلیل او صادرولو په ریاست کې د نقشې د ویزه کولو په حال کې دي چې، تر هغه وروسته به د وروستۍ منظورۍ لپاره د ریاست الوزرا مقام ته واستول شي او د عملي چارو په اړه به یې اقدام وشي.
همدا راز د احمد شاه بابا مېنې په دویمه پروژه کې ترځمکې لاندې مارکېټ او هوايي پله، په هوټل پروان سیمه کې د درمل پلورلو ترځمکې لاندې مارکېټ، د لیسه مریم د بازر په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکېت او له سپاهي ګمنام چوک څخه تر سینما پامیر پورې ترځمکې لاندې مارکېټ طرحې د کابل ښاروالۍ له لوري تائید شوې او د ریاست الوزا مقام ته به د منظورۍ به موخه واستول شي.
د پډولې دښتې په سیمه کې د فاضلاب د تصفیې سیسټم جوړولو پروژه په وروستي پړاو کې ده او هغه به هم د منظورۍ په موخه د ریاست الوزا مقام ته واستول شي.
په همدې توګه د ۱۳ نورو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو پروژو طرحې چې، لاندني پوړونه یې د ښاري تشنابونو لپاره ځانګړي شوي دي، بشپړې شوې او د منظورۍ په موخه د ریاست الوزرا مقام ته استول شوې دي چې، له تائید وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو تفصیلي جزییات او انځورونه به وروسته نشر شي.
کابل ښاروالۍ د ښار د اقتصادي ودې په موخه د عامه او خصوصي مشارکت پروژو پلې کېدو ته زمینه برابره کړې ده
6 جدی 1404


