شاه محمود “درویش”

د هېواد د طبیعي سرچینو په لړ کې شنه او سمسور ځنګلونه هغه ستره پانګه او شتمني بلل کېږي چې، له یوې خوا د ملي اقتصاد په
پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او له بلې خوا د هېواد په ښکلا او د چاپېریال په هر اړخیز خوندیتوب کې ځانګړی اهمیت لري.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او اړوند مسئولین هم دغه ټکي ته ښه ځیر دي او تل یې د ځنګلونو د خوندیتوب او ارزونې ترڅنګ، د ځنګلونو ساتنه د ملي شتمنیو مهمه برخه بللې او په ټینګارسره یې ویلي، چې د ځنګلونو وهل او د چهارتراشو قاچاق د اســلامي امارت د پرېکړې پر بنسټ په کلکه منع دي.
هېره دې نه وي، چې اســلامي امارت د ځنګلونو د ســاتنې په موخه د شنې قطعي په نوم یــوه ځانګړې قطعه هم رامنځته کړې ده، خو اړینه ده چې د ځنګلونو د پرېکولو د مخنیوي په برخه کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دې قطعې د اړوندو مسئولینو ترڅنګ خلک هم باید د ځنګلونو په ساتنه، وده او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي، ځکه دا زموږ د ټولو ګډ مسئولیت دی.
په خواشینۍ سر باید وویل شي چې، په تېرو څو کلونو کې زموږ په ټول هېواد کې ډیری ځنګلونه په بېلابېلو طریقو؛ «د ځینو بهرنیو هېوادونو د مغرضو کړیو او د هېواد د زورواکو ترمنځ د جوړښتونو او سازشونو له امله» له منځه وړل شوي دي، خو په هغو ولایتونو کې چې تریوه حده ځنګلونه شتون لري، اړینه ده چې، د مسئولو ادارو او ځایي خلکو له خوا باید د هغې څارنې، پالنې او پراختیا ته ډیره پاملرنه وشي، ځکه ځنګلونه د هېواد ملي او طبیعي شتمني بلل کېږي. نو په حقیقت کې د دغې ملي شتمنۍ ساتنه او څارنه د هر پتمن هېوادوال انساني وجیبه ده. خو دغه ځنګلونه به هغه وخت زموږ د اړوندو ولایتونو د پتمنو او غیرتمنو خلکو پر اقتصادي او عایداتي ژوند مثبتې اغیزې وکړي چې، په هر اړخیزه توګه یې کلکه ساتنه او څارنه وشي او ترڅنګ یی هم د هغو له لرګیو څخه د غوره ګټې اخیستلو په موخه، په بېلابېلو ولایتونو کې فابریکې او کارخونې جوړې شي، نو له شک پرته که چېرې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې، ودې او پراختیا لپاره جدي او هر اړخیزه پاملرنه ونه شي، نو په یقین سره ویلی شو چې، د اړوندو ولایتونو ښکلي ځنګلونه او سمسورې سیمې به په بشپړه توګه په سپېرو ډاګـونو بدلې شي او په دې تـوګه به نه یوازې هېوادوال د خپلې اقتصادي پیاوړتیا سرچېنې او شتمني له لاسه ورکړي، بلکې داسې یو چاپېریال به رامنځته شي چې، ژوند کول به هم په کې ستونزمن او حتی ناشونی وي. په دې توګه ډیره اړینه ده چې، د افغانستان اسلامي امارت اړوند مسئولې ادارې باید د ځایي اوسېدونکو په بشپړې همکارۍ سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې طبیعي ځنګلونه، چې بیت المال او د ګران هېواد د هر وګړي شتمني بلل کېږي، د له منځه تللو له ګواښ څخه وژغوري.
همدا شان ځایی اوسېدونکو ته هم په کـار ده چې، د ځنګلـونو د ساتنې او څارنې په برخه کې د اسلامي امارت له مسئولو ادارو سره په پرله پسې ډول خپله مرسته او همکاري جاري وساتي ترڅو دغه ځنګلونه په راتلونکي کې د له منځه تلو له هر ډول ګواښ څخه خوندي شي، ځکه د دغې ملي او طبیعي شتمنۍ ساتنه په حقیقت کې د هر هېوادوال انساني وجیبه ده. په دې توګه په هر راز شرایطو کې باید هیچاته د دې اجازه ورنه کړل شي چې، د دغې ملي شتمنۍ د له منځه وړلو لامل شي. په دې هیله چې، ټول هېوادوال د ملي او هېوادني سپېڅلي احساس له مخې د اسلامي امارت اړوندو مسئولینو سره د بشپړې مرستې او همکاري له مخې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې شته ځنګلونه د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغوري او په دې توګه دې د چاپېریال په خوندیتوب کې خپله ونډه په بشپړې رښتینولۍ سره ترسره کړي، تر هغه چې له امله یې ګران هېواد سرلوړی افغانستان په هر اړخیز ډول سمسور او د ژوندانه چاپېریال مو هم له هره پلوه خوندي شي.
خلک باید د طبیعي ځنګلونو په ساتنه او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي


