
د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراجالدین «حقاني» د ښار د آبادۍ او ښاري پراختیا په برخه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید کړنې او لاسته راوړنې د یوې لویې او ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایلې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس آخندزاده او د امارتي شرکتونو رئیس مولوي احمدجان بلال هم ګډون درلود.
د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل چې، کابل ښاروال د مدبرانه رهبرۍ او هوښیار مدیریت له لارې توانېدلی چې، د کابل ښار د ابادۍ په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي او د ښاریانو د رضایت کچه د پخوا په پرتله لوړه کړي.
د نوموړي په وینا؛ ټولګټې او زیربنايي پروژې د منظم لیدلوري له مخې سنجول شوې او راتلونکې ته په کتو طرحه او عملي شوې دي چې، دې چارې کابل ښاریان هوسا او ښایسته راتلونکي ته هیلهمن کړي دي.
د کورنیو چارو وزیر د ښاروالۍ د عامه او خصوصي مشارکت پروژې د ښار د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام وباله، د ښار له تنظیفي وضعیت څخه یې قناعت وښود، له سکتوري ادارو سر یې د پولیسو د همکارۍ کچه مثبته وارزوله او پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ.
الحاج خلیفه سراجالدین حقاني د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو د هڅونې او تشویق تر څنګ، کابل ښاروال د عزت پګړۍ ور په سر کولو،د چپنې او د هڅونې ستاینلیک په ورکولو سره په ځانګړې توګه وستایه.
نوموړي ټینګار وکړ چې، د نویو سړکونو او پلونو جوړول د ترافيکي ګڼهګوڼې په کمښت او د ښاریانو د ستونزو په هوارېدو کې اساسي رول لري او د ټولګټو او زیربنایي پروژو بریالی تطبیق د ښاریانو له هر اړخیزې همکارۍ پرته ناممکن دی.
د نوموړي په وینا؛ د خلکو په ګډون او د مسؤلو ادارو په هڅو سره به کابل ښار په نږدې راتلونکې کې په یوه ښکلي، معیاري او پرمختللي ښار بدل شي.
د کورنیو چارو وزیر د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروال کړنې وستایلې
8 جدی 1404


