د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶م بلاکونو ترمنځ د نښلوونکي سړک د څراغونو د نصبولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال انجنیر محمد داود ځواب په وینا، د دغه سړک په اوږدو کې چې، ۳۵۰۰ متره اوږدوالی لري، په ټولیزه توګه، په څراغونو سمبال ۱۰۷ ستنې (پایې) نصب شوې دي. دا څراغونه به د شپې روښانتیا تأمین کړي چې، د ترافیکي خوندیتوب، د پلیو لارویانو د امنیت، د ښاري جرمونو د کمېښت، د چاپېریال ښکلا او د شپېني فعالیت د اسانتیا په برخو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دغو ۱۰۷ ستنو (پایو) څخه ۷۳ یې دوهشاخهيې او ۳۴ نورې یې یوشاخهيې دي، چې، ټول لګښت یې ۹ میلیونه او ۱۸۳ زره او ۵۹۰ افغانۍ ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، یاد سړک تېر کال د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د ۲۸۶۰ مترو په اوږدوالي، د ۳۰ او ۴۰ مترو سور په لرلو سره، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون جوړ شوی ؤ.
د مسئولینو په وینا، د دغه سړک په جوړېدو سره له یوې خوا په یادو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شوې او بله خوا ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو د رامنځته کېدو سربېره، د ښار اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شوې ده.
د احمدشاه بابا مېنې د۱۵،۱۴،۱۳ او ۱۶م بلاکونو تر منځ د نښلوونکي سړک څراغونه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
9 جدی 1404


